اسرايلي پوځونه د غزې تراډي ته ور ننوتل
۱۳۸۶ بهمن ۱۸, پنجشنبهاعلان
د حماس او اسلامي جهاد ويندويانو وويل، چي د اسرايلي سرتيرو سره په جګړو کي د حماس د ډلي پنځه تنه او د اسلامي جهاد يوتن جنګيالی وژل سوی دی.
د روغتيايي ادارو د څرګندونو له مخه، په دې نښتو کي بيت حنون ته نژدې
يو ښوونکی وژل سوی او څو تنه زده کونکي ټپيان سوي دي.
تيره ورځ دوه تنه اسرايلي کوچنيان هغه وخت ټپيان سول، چي د غزې د تراډي څخه د اسرايلو پر جنوب باندي دوې توغندی ور و توغول سوې. د اسرايلو د لومړي وزير مرستيال Haim Ramon د حماس ګوند ته چي د غزې تراډه يي تر کنترول لاندي ده په ټولو جبهو کي د جګړې ګواښ کړی دی.