1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د الجزیرې شبکې د خبريالانو د کار جوازونه لغوه کوي

۱۳۹۶ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

د الجزیرې د خبري شبکې او اسرائيلو د حکومت ترمنځ شخړه لا پسې پراخه شوې. اسرائيل هم لکه ډير شمير عربي هيوادونه، د دې شبکې پر ضد دريدلی دی او غواړي د الجزیرې د خبريالانو د کار جوازونه لغوه کړي.

https://p.dw.com/p/2hrGo
Symbolbild - Al-Dschasira
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert

یو څو ورځې تر مخه د اسرائیلو لومړي وزیر بنيامن نتنیاهو، پر فيسبوک د الجزیرې شبکې څخه ډير شکايتونه وکړل. اوس یې ګوندي ملګري او د اسرائيلو د مخابراتو وزیر ايوب کارا، اعلان کړې چې غواړي د الجزیرې شبکې د خبريالانو د کار جوازونه لغوه کړي. په دې توګه به د دغه شبکې د عربي او انګلسي ژبي چينلونو خبريالان نه شي کولای په اسرائيلو او اشغال شويو سيمو کې کار وکړي.

پر دې سربيره ايوب کارا دا هم وويل چې دوی غواړي په بيت المقدس کې د دې شبکې دفتر وتړي او په اسرائیلو کې یې د نورو کانالونو او يا سټيلايټ له لارې په خپريدو بندیز ولګوي. اسرائيل د دې ګام دليل د دې قطر ميشتې شبکې له خوا زور زياتي ته د خلکو هڅول په ګوته کوي. کارا وويل: «د نظر آزادي دا معنا نه لري چې خلک تاوتريخوالي ته وهڅول شي، ديموکراسي هم خپل سرحدونه لري.»

نيتنياهو  د دې شبکې له خوا د حرم شریف په ساحه کې د فلزي توکو د موندلو وسایلو د نصبولو پر سر د رامنځته شوې لانجې او د بيت المقدس په ختیځ کې د ناکراريو پر پوښښ هم سختې نيوکې وکړې. ده وويل چې الجزیرې په خپلو خپرونو کې تاوتريخوالي ته لمن وهلې. خو د اسرائیلو د حکومتي کړيو له لوري دا نيوکه حيرانونکي نه ده. په تيره بيا د شبکې پر عربي ژبي پروګرام د يوې تبليغاتي وسیلې په توګه نيوکې کيږي.

خو د اسرائيلو حکومت غواړي چې اوس د دې شبکې پر ضد يو څو سیاسي ګامونه پورته کړي. خو تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه پلانونه یې څومره ثابت دي. د حکومت مطبوعاتي دفتر چې خبريالانو ته د کار د جوازونو د ورکړې او بيرته د لغوه کولو صلاحيت لري، لومړی د امنيتي ادارو څخه د الجزیرې شبکې په هلکه د مسلکي ارزونې د ترسره کولو غوښتنه کړې. د مطبوعاتي دفتر مشر نتزان چن، وويل چې د دې قانوني بهيرونو تر بشپړيدو وروسته به تصميم ونيول شي.

د نورو معلق العنان دولتونو په کتار کې؟

اسرائيل اوس د دې نيوکو سره مخامخ دی چې د عربي هيوادونو په څير استبدادي چلن کوي چيرته چې په دې وروستيو مياشتو کې د دې شبکې پر ضد ګام پورته شو. په اسرائيلو او فلسطيني سيمو کې د بشري حقونو د څار سازمان عمر شاکر، وويل چې داسې بریښي لکه دا ټول پلانونه چې د سعودي عربستان له خوا راغلي وي. ده وويل : «دا ډول سانسور د اسرائيلي چارواکو له لوري د انتقاد کونکو پر وړاندې مخ پر زياتيدونکی نه زغم منعکسوي.»

د اسرائيلو د مدني حقونو ټولنه چې لنډيز یې «ای سي آر آي دی» دی، هم دا ګامونه د هغې لړۍ غځيدا بولي چې د هغو پر ضد ترسره کيږي چې د حکومت پر سیاست نيوکې کوي. د الجزیرې شبکه د يو څو کلونو راپديخوا په مصر کې د فعاليت اجازه نه لري او د دې شبکې يو ژورنالست دغلته بندي دی. د الجزیرې خبري شبکه په تيره بيا په اصطلاح د عربي پسرلي راپديخوا د يو شمير حکومتونو د سترګو اغزی ګرځيدلې.

Jerusalem | Al-Dschasira Redaktion
اسرائيل: د الجزیرې د بيت المقدس دفتر بايد وتړل شيانځور: picture-alliance/AA/M. Ibrahem

له ټولو خواوو نيوکې

دا چې پر دې شبکه له ټولو خواوو نيوکي کيږي، دا خبره په بيت المقدس کې د موجود دفتر له خوا په کلکه رد شوه. يو څو ورځې تر مخه د هاآرتس په نوم اسرائيلۍ ورځپاڼې کې د الجزیرې د بيت المقدس د دفتر مشر وليد عمري، ليکلي ول: «عربان پر الجزيره د اسرائيلو د پلوۍ له وجې نيوکې کوي او اسرائيل يې عرب پلوه بولي.»

دی زياتوي خو الجزيره يوازې خپل کار کوي او ټولو ته موقع ورکوي چې خپل نظر څرګند کړي. دی وايي چې دا شبکه يوازينۍ عربي ژبې رسنۍ ده چې د اسرائيلو د پوځ وياندانو او سياستوالو ته پکښې اکثره وخت نيغ په نیغه په عربي ژبه د خبرو موقع ورکول کيږي.

د الجزيرې شبکې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اړتيا په صورت کې به حقوقي ګامونه پورته کړي. د شبکې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د اسرائيلو وزير ونه شو کولای يو داسې څرګند او واضح ثبوت وړاندې کړي چې ترې څرګنده شي چې الجزيرې شبکې «غير مسلکي» چلن کړې او يا «بې طرفه» نه ده پاتې شوې.

د اسرائيلو له رسنيو له خوا پر دې موضوغ مخلوط غبرګونونه ښول شوي. د بيت المقدس پريس کلب مشر اوري درومي، وويل: «د رسنيو ضد يوه فضا حاکمه ده چې د امريکا متحده ايالاتو، ترکیې او يا روسیې څخه یې الهام اخيستې او عوام لمسونکو ته ګټه رسوي.»

همدا راز د اسحاق رابن او شيمون پيرس پخواني حکومتي وياند وويل: «زه د رسنيو له تړولو سره مخالف يم. د يوه قانون څخه د سرغړونې پر وخت دغه ګام سم دی خو د دې وجې يوه رسنۍ بندول چې خبر ورکول یې زموږ له سياست سره سمون نه لري، ناسم کار بولم.»

نور بیا د بنيامن نتنياهو او د هغه د ګوندي ملګري ايوب کارا څرګندونو ته د ښي اړخو له خوا د سياسي تبليغاتو په سترګه ګوري. نتنياهو دمګړۍ د فساد په اړه د پلټنو له وجې تر سخت فشار لاندې دی.