1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو پر غزې باندي هوايي بريد کړی دئ

۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16PuJ

د اسرائيلو جنگي الوتکو په غزه کي د يوه فلسطيني توندلاري مشر تر وژلو څو ساعته وروسته پر غزه باندي بيا هوايي بريد کړی دئ. د اسرائيلي پوځ په وينا په دوهم هوايي بريد کي يو وسله وال فلسطينی وژل سوی دئ. اسرائيلي منابعو زياته کړې ده چي دغه کس په بندري سيمه کي پر موټر سايکل سپور وو او پر اسرائيلو باندي ئې د راکټ توغوني له پاره چمتو والی نيوی. په دغه بريد کي د وژل سوي کس يو ملگری هم ژوبل سوی دئ. د دې تر مخه اسرائيلي الوتکو د غزې په شمال کي دوه فلسطينيان وژلي ول، چي يو پکښي سلفي مشر حشام السعدني ښودل سوی دئ.