اسرائیلو د سوریې جېټ الوتکه ویشتلې ده
۱۳۹۳ مهر ۱, سهشنبهد اسرائيلو د پوځ د معلوماتو له مخې د سوريې یوه جنگي جېټ الوتکه یې د گولان په تپو کې چې دواړه هیوادونه یې د ملکیت دعوا لري ویشتلې ده. زیاته شوې ده چې دغه الوتکه له ځمکې څخه هوا ته د توغیدونکي توغندي په واسطه را اچول شوې ده.
د اسرائیلو د پوځ ویاند د ټویټر پر ټولنیزه شبکه په خپل یوه لنډ پیغام کې لیکلي دي چې دغه الوتکه د دوی له خوا د کنترولیدونکي گولان تپو لویدیځي څنډي ته داخله شوې وه. د پوځ د معلوماتو له مخې دغه مېگ – ۲۱، ډوله جنگي جېټ الوتکه وه، چې ټوټې یې د سوریې برخې ته لویدلي دي.
نازک اوربند
د گولان تپې چې دوه پر دریمه برخه یې د ۱۹۶۷م کال راهیسي د اسرائیلو له خوا اشغال شوي دي په دغه ځای کې د ۱۹۷۴م کال راهیسي یو اوربند شوی دی چې د ملگرو ملتونو له خوا څارل کیږي. د سرحدي کرښې په اوږدو کې یوه حایله سیمه رامنځ ته شوې ده. د سوریې رژیم له خوا د یاغیانو پر ضد جگړه کې تل په غیر نظامي سیمه بریدونو تر سره کیږي چې د اوربند د کرښې په نقضولو تمامیږي.
د سوریې د جنگي جېټ الوتکي ویشتل چې اسرائیلو پکښي لاس لاره تر اوسه د ټولو درنه پېښه گڼل کیږي. په تیرو اوونیو کې په سوريه کي پاڅون کوونکي په دې توانیدلي ول چې د گولان د تپو د ختیځي ډډې بشپړ کنترول تر لاسه کړي. حکومتي ځواکونه هڅه کوي چې د هوایي ملاتړ پر مټ د لاس وتلو سیمو کنترول بیرته خپل کړي.