1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو د جولان په سیمه کې د سوریې د ټانکونو د پرمختگ څخه شکایت کړی دی

۱۳۹۱ آبان ۱۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16cZQ

اسرائیلو د جولان په نظامي سیمه کې د دریو سوریايي ټانکونو د داخلیدو له امله په ملگرو ملتونو کې شکایت کړی دی. د اسرائیلو دولتي رادیو رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد پوځ د دغه پیښې وروستې د یوه گواښ پر وړاندې چمتووالی ډیر کړی دی. خو د دغه هیواد د پوځ یوې ویاندې په دې اړه د تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده.

د اسرائیلي رسنیو د رپوټونو پر اساس د سوریې ټانکونه په قنیطره کې د بیر عجم، په کلي کې پرمختگ کړی دی تر څو د پاڅونکوونکو پر وړاندې یو اقدام وکړي. په ۱۹۶۷م کال کې د شپږ ورځنې جگړې وروسته اسرائیلو د جولان د لوړې سیمې یوه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې وه.

سوریه له اسرائیل څخه د دغه سیمي غوښتونکي وه او په ۱۹۸۱م کال کې یې دغه سیمه بیرته ونیوله. ملگري ملتونه دغه نیول شوې سیمه په رسمیت نه پیژني. په ۱۹۷۴م کال کې د دواړو گاونډیو هیوادونو تر منځ د یوه تړون وروسته هم د ملگرو ملتونو ۱۲۰۰ تنه بې وسلې سوله ساتي سرتیري په دغه سیمه کې گزمه کوي.