اسرائيلۍ الوتکو د غزې پر تراډه بمبار کړی دئ
۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبهاعلان
د اسرائيلو جنگي الوتکو د يکشنبې په شپه د غزې پر تړاډه بمبار کړی دئ. د اسرائيلو پوځ ويلي دي چي په دغو بمباريو کي ئې د وسلو يوه فابريکه او د قاچاق يو تونل په نخښه کړی دئ. اسرائيلو ويلي دي چي دغه بريد ئې د فلسطينيانو له خوا پر اسرائيلۍ خاوره د راکټونو تر توغولو وروسته په ځوابي توگه تر سره کړی دئ.
ويل سوی دي چي د فلسطينيانو په راکټونو او د اسرائيل په بمبارۍ کي مرگ ژوبله نه ده رامنځته سوې.