1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلي پوليسو د فلسطيني فعالینو کمپ وتاړه

نسيم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبه

اسرائيلي امنيتي ځواکونو د لوېديځ اردن په سيمه کې د فلسطينيانو يو احتجاجي کمپ تړلی دی. فلسطيني فعالينو خپلې کږدۍ په داسي يوه جنجالي سيمه کې درولي وې چې اسرائيل غواړي پکې نوي استوګنځايونه جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/17J6U
انځور: Reuters

څه نا څه ۲۰۰ فلسطيني فعالين د لومړي وزير، بېنيامين نېتانياهو، په امر د بيت المقدس او مالي ادموميم تر منځ د «اي۱» په نوم سيمي څخه وايستل شول يا يې دغه سيمه په خپله خوښه پرې ايښې ده. دغه خبر د «يروشلم پوست» ورځپاڼي په ويبپاڼه کې راغلی دی. فعالينو د جمعې په ورځ د کږديو کمپ جوړ کړی وو او غوښتل يې چې د يهودانو د استوګنځايونو د جوړولو پر وړاندې احتجاج وکړي.

کږدۍ به پر خپل ځای پاته شي

سهار مهال د دوو ساعتونو په ترڅ کې د پوليسو له خوا د کمپ تړلو ماموريت پای ته ورسېد. هغه فعالين چې نه يې غوښتل په خپله خوښه کمپ پرېږدي، له سيمې څخه وايستل شول. د پوليسو يوه وياند څرګنده کړه چې «ټول خلک په احتياط او چټکتيا سره پورته شول پرته له دې چې پوليسو يا مظاهره چيانو ته زيان ورسيږي.» زياته يې کړه چې هيڅوک نيول شوی هم نه دی.

کږدۍ به هم پر خپل ځای پاته شي، ځکه چې د اسرائيلو ستري محکمې د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه چې د کږديو کمپ بايد شپږ نوري ورځي هم پاته شي. د اسرائيلي حکومت په اند، البته له سيمې څخه د مظاهره چيانو شړل په حقوقي لحاظ سم کار وو.

فعالين د يهودي ناقلينو د تګلارې نقل کوي

د اسرائيلو حکومت په نوامبر کې له هغه وروسته د نويو استوګنځايونو د ودانولو علان وکړ، چې فلسطين په ملګرو ملتونو کې د يو څارونکي دولت په توګه په رسميت وپېژندل شو. د استوګنځايونو د ودانولو د تګلارې پر وړاندي د اسرائيلو ملګرو هېوادونو هم پر حکومت باندې نيوکې وکړې. د «اي۱» په نوم سيمه په لويديځ اردن کې د بيت المقدس د ختيځ او يهودي استوګنځي مالې ادوميم تر منځ پرته ده.

فلسطينيان وېره لري چې په دغه سيمه کې جوړېدونکي اسرائيلي استوګنځايونه به د لوېديځ اردن سیمه پر شمالي او جنوبي برخه ووېشي او د بيت المقدس ښار ختيځ ته به لاره بنده کړي. په «اي۱» نومې سيمه کې د کږديو د کمپ په جوړولو سره فلسطيني فعالينو د يهودي ناقلينو تګلاره کاپي کړه چې وار په وار د فلسطينيانو په خاوره کې غير قانوني کمپونه جوړوي.