1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو د سوريې د پوځ مرچلونه بمبار کړي

۱۳۹۴ مرداد ۳۰, جمعه

د سوريې د بشري حقونو څارونکو او د اسرائيلو پوځ اعلان کړی دئ چي اسرائيلو په جوابي يرغل کي د جولان په لوړو کي د سوريې د پوځ مرچلونه بمبار کړي دي. د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويل سوي.

https://p.dw.com/p/1GJCU
انځور: picture-alliance/dpa

د اسرائيلو پوځ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د اگست ۲۰مه) ويلي دي چي له سوريې څخه د اسرائيلو پر شمال باندي تر توغندي بريد وروسته د جولان په لوړو کي د سوريې د پوځ پر مرچلو يرغل کړی دئ.

د سوريې د بشري حقونو د څار ټولني چي مرکز ئې په لندن کي دئ، ويلي دي چي د اسرائيلو پوځ د پنجشنبې په ورځ په قنيطره ولايت کي چي د جولان په لوړو کي دی د سوريې د پوځ مرچلونه ويشتلي دي.

د آلمان خبري آژانس او د بشري حقونو د څارونکو په احوال د سوريې د پوځ د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري معلومات نسته.

تر دې دمخه د اسرائيلو پوځ خبر ورکړی وو چي د پنجشنبې په ورځ له سورئې څخه پر اسرائيلو باندي څلور توغندي توغول سوي دي.

اسرائيلو د دغه توغنديي بريد پړه پر هغو افراطيانو باندي اچولې چي وايي د ايران له خوا ئې ملاتړ کيږي.

د اسرائيلو د يوې پوځي سرچينې د اعلان له مخي د دغه هيواد پوځ تيره ورځ «پنځه يا شپږ» واري د جولان په لوړو کي د سوريې پر پوځ د توپخانې او هوايي يرغلونه کړي دي.