1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو بيا په سوريه کي هدفونه بمبار کړي دي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۵, یکشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي د اسرائيلو هوايي ځواک بيا په سوريه کي پر هدفونو باندي يرغل کړی دئ. هوايي يرغل د سوريې پوځ پر تحقيقاتي مرکز سوی دئ. د دې ترمخه د وسلو پر يوه کاروان هم بمبار سوی وو.

https://p.dw.com/p/18SSz
(FILE) A file photograph dated 28 June 2007 showing an Israel F-15 jet fighter firing flares in order to provide alternate targets for heat-seeking ground-to-air missiles, during an exercise over an air force base in southern Israel. The Syrian Army said that Israeli aircraft struck "centres for scientific research" Wednesday, January 30, 2013 north-west of Damascus, near the Lebanese border, killing two people and wounding five. EPA/JIM HOLLANDER +++(c) dpa - Bildfunk+++
Israelischer Kampfjetانځور: picture-alliance/dpa

د يکشنبې د ورځي په سهار د سوريې پايتخت دمشق څو زورورو چاودنو ولړزاوه. د سوريې دولتي تلويزيون راپور ورکړ، چي اسرائيلو د د مشق په شمال کي د پوځ پر يوه تحقيقاتي مرکز بايد هوايي يرغل وکړ.

د دغه هيواد دولتي آژانس (سانا) ويلي دي، چي تحقيقاتي مرکز په منځي واټن ويشتونکی توغندی باندي وشتل سوی دئ. د مرگ ژوبلي په اړه تر اوسه پوري هيڅ معلوت نه دي ورکړل سوي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو په حواله د اسرائيلو هوايي ځواک د شنبې په شپه پخپل دغه گاونډي هيواد کي چي نزدې دوه کاله پکښې کورنۍ جگړه روانه ده، يو هدف بمبار کړ.

د امريکا (NBC) تلويزيوني شبکې د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی دئ، چي اسرائيلو په سوريه کي هغه کاروان بمبار کړی دئ، چي په لبنان کي ئې د حزب الله ملېشې ته وسلې روسلې.

اسرائيل د وسلو د انتقال مخنيوی کوي

د غه يرغلونه هيڅوک، نه امریکا او نه هم د اسرائيلو د دفاع وزارت تائيد وي. د اسرائيلو د پوځ يوه وياند وويل :«موږ د دغه شان راپورونو په اړه څه نه وايو.»

خو د اسرائيلو حکومت تر دې دمخه هر وخت پر دې خبره باندي ټينگار کاوه چي په ټول قدرت سره به د سوريې د حکومت له خوا د حزب الله ملېشې ته د وسلو د انتقال مخنيو کوي.

د حزب الله ملېشې چي ځان د اسرائيلو دښمنان بولي په ۲۰۰۶ کال کي په لبنان کي له اسرائيلو سره يوه مياشت جگړه وکړه. ويل کيږي چي د دغو ملېشو ملاتړ د ايران د حکومت له خوا کيږي.

د اسرائيلو حکومت له دې څخه هم اندېښنه لري، چي د سوريې په ياغيانو کي له القاعدې سره تړاو لرونکې ډله کيدای سي خپلي وسلې د يهوديانو د دولت پرضد وکاروي.

او باما سوريې ته د ځواکونو لېږل رد کړل

د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما په کوستاريکا کي د ليدني پرمهال له (تيليموندو) تلويزيون سره په خبرو کي وويل: «لکه څرنگه چي ما پخوا ويلي ول او اوس هم په هغه عقيده يم چي اسرائيل حق لري چي تروريستي سازمانو ته له که حزب الله ته د وسلو د رسېدو مخنيوی وکړي.»

اوباما يوواربيا په سوريه کي د نظامي مداخلې خبره رد کړه. هغه وويل چي هيڅ داسي پلان نه لري چي سوريې ته امريکايي ځواکونه ولېږي.