اسد: یاغیان باید وځپل شي
۱۳۹۲ مرداد ۱۴, دوشنبهد سوريې ولسمشر بشارالاسد، وویل چې په هیواد کې یې د جګړي د پای ته رسیدو له پاره باید پاڅونکوونکي وځپل شي. نوموړي دا خبره تیره ورځ د سوريي په دولتي تلویزون کې د یوې ۴۵ دقیقه يي وینا پر مهال وکړه. اسد زیاته کړه چې «هیڅ سلیم عقل دا خبره نه شي منلی چې له ترهګري سره دې د خبرو اترو له لارې مبارزه وشي.»
د سوريي ولسمشر د خپلې وینا پر مهال دغه هیواد ته د ورپيښو اقتصادي ستونزو یادونه هم وکړه. هغه وویل چې په سوريې کې روانې نا امنۍ، د دغه هیواد د اقتصادي حالت د خرابیدو لامل شوې دي.
اسد د خپلې تلویزوني وینا پر مهال د سوریې پر اپوزیسیون باندې سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې د سوريي د ملي اپوزیسیون اتحاد، د روان کړکیچ د حل په برخه کې هیڅ ډول رول نه دی لوبولې. اسد همدا راز اپوزیسیون د خلیجي هیوادونو لاسپوسی وباله.
د سوريي سیاسي بحران
د ملګرو ملتونو د احصائیو له مخې په سوريې کې د روانې کورنۍ جګړې له امله تر اوسه پوری تر ۱۰۰۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر لویدیځ هیوادونه د سوریې د جگړې د پای ته رسیدو په موخه له اسد څخه د گوښه کیدو غوښتنه کوي. دا په داسی حال کې ده چې بشارالاسد بیا وايي چې د ده د حکومت پر خلاف په وسله وال پاڅون کې تندلاري او ترهگرې ډلې شاملې دي.
روسیه او ایران د سوريې د رژیم تر ټولو لوې ملاتړ کوونکي هیوادونه دي. دغه هیوادونه په دې باور دي چې د سوريې کړکیچ د دغه هیواد یوه کورنۍ ستونزه ده چې باید بهرنۍ لاسوهنه په کې و نه شي.
ایرانی ولسمشر: هیڅوک د ایران او سوريې اړیکو ته زیان نه شي رسولای
په همدې حال کې ایران یوځل بیا له سوريي او په ځانګړي توګه له ولسمشر اسد سره پر خپلو دوستانه اړیکو باندې ټینګار کړی دی. د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني، په پلازمېنې تهران کې د سوريي له لومړي وزیر سره د لیدنې پرمهال وویل: «د نړۍ هیڅ یو ځواک به د ایران او سوريي اړیکې زیانمنې نه کړي.»