اسد لوېدیځ له اپوزیسیون سره په مرسته کولو تورن کړی دئ
۱۳۹۱ تیر ۹, جمعهاعلان
د فرانس پرس د آژانس په حواله د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد، لویدیځ او یو شمير عربي هیوادونه په دې تورن کړي دي چې په سوریه کې له مخالفینو سره په پټه همکاري کوي.
اسد د ایران له دولتي تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې هغه د دې خبرې له پاره کوم سند نه لري، ځکه چې دغه مرستې په پټه او غیر مستقیم ډول تر سره کیږي.