1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد غواړي بیا هم ولسمشر شي

مسعود جهش (dpa, afp , rtr)۱۳۹۲ مهر ۳۰, سه‌شنبه

ولسمشر بشارالاسد غواړي د سوریې په راتلونکو احتمالي ولسمشریزو ټاکنو کې خپل ځان ونوموي. هغه په عین حال کې د روسیې او امریکا متحده ایالاتو په ابتکار د سوریې په اړه د جوړیدونکي کنفرانس په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

https://p.dw.com/p/1A3tE
انځور: imago/UPI Photo

کله چې د لبنان المیادین تلویزن په یوې مرکه کې له اسد څخه وپوښتل چې ایا هغه غواړي د سوریې په احتمالي ولسمشریزو ټاکنو کې ځان ونوموي او که نه، هغه وویل: «زه په ولسمشریزو ټاکنو کې د ځان د نومولو پر وړاندې کومه ستونزه نه وینم.»

اسد په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار تر مړینې وروسته د سوریې ولسمشر شو. په ۲۰۰۷ کال کې هغه یو ځل بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، خو هغه وخت هیڅ بل نوماند خپل ځان د ولسمشرۍ له پاره نه وو نومولی. د اسد کورنۍ له څه نا څه ۴۰ کلونو راهیسې پر سوریې باندې حکومت کوي. خو د عربي پسرلي له پیلیدو سره په سوریې کې هم د اسد پر ضد مظاهرې پیل شوې چې بیا وروسته په یوې کورنۍ جګړې باندې واوښتې. د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې راهیسې د سوریې کورنۍ جګړې له ۱۱۵۰۰۰ څخه ډیر کسان وژلي دي.

«د راتلونکي کنفرانس په اړه بې ځوابه پوښتنې موجودې دي»

اسد په خپله مرکه کې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په اتبکار د ملګرو ملتونو له خوا د سوریې د سولې د پلان شوي کنفرانس په اړه هم شکونه څرګند کړل. هغه وویل چې تر اوسه پورې د دې کنفرانس له پاره «کومه نیټه نه ده ټاکل شوې».

اسد همداراز روښانه کړه چې اوس هم د دغه کنفرانس په اړه ډیرې پوښتنې موجودې دي. هغه د کنفرانس په اړه شته پوښتنې داسې مطرح کړي: «کوم کسان په دې کنفرانس کې ګډون کوي؟ د کنفرانس ګډونوال د سوریې له خلکو سره څرنګه اړیکه لري؟ ايا دغه کسان [د کنفرانس ګډونوال] د سوریې د خلکو استازيتوب کوي او که د هغو هیوادونو استازیتوب کوي چې دوی یې دغه کنفرانس ته بللي دي؟»

روسیه او امریکا متحده ایالات له څو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د سوریې په شخړه کې ښکیل اړخونه د خبرو اترو میز ته راولي. تر دې مخکې د عربي لیګ مشر نبیل العربي، ویلي وو چې دغه کنفرانس د روان کال د نومبر میاشتې په ۲۳مه نیټه پلان شوی دی خو دغه موضوع لا تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو له خوا نه ده تایید شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، وویل چې د ولسمشرۍ له پاره د اسد د بیا نوماندیدو غوښتنه به په سوریې کې د کورنۍ جګړې د لا غځیدو لامل شي. هغه زیاته کړې ده چې تر هغه وخته پورې چې اسد په قدرت کې وي د سوریې شخړه پای ته نه شي رسیدای.

واشنګټن د سوریې په شخړه کې د پاڅونکوونکو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې روسیه بیا د اسد له رژیم تر ټولو نزدې ملګری هیواد دی او پاڅونکوونکي ترهګرې ډلې بولي. تر دې مخکې دغو دواړو هیوادونو د امنیت په شورا کې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په اړه پر یوه پریکړه لیک باندې موافقه کړې وه. دا یوازنی پریکړه لیک دی چې تر اوسه پورې د سوریې په اړه د امنیت په شورا کې تصویب شوی دی. روسیې او چین په دغې شورا کې د اسد پر ضد د ټولو پریکړه لیکونو مخه نیولې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب