استرليا وايي چه افغانستان تر 10000 اضافي عسکرو ته ضرورت لري
۱۳۸۷ خرداد ۱۶, پنجشنبهاعلان
د آيساف د قواوو په چوکاټ کښي نور 50 عسکره هم اضافه کي . دغه تصميم نن په صوفيه کښي د بلغاريې حکومت ونيوۍ ، چه د کندهار په ناارامه ولايت کښي تر اوسه پوري 220 عسکر لري . همدارنګه به د جولای په اواخرو کښي په کابل کښي د ځای پر ځای بلغاريې عسکرو ځای ، تازه نفسه عسکر ونيسي .
بلغاريه تر اوسه پوري په افغانستان کښي 400 عسکر لری .
د استرليا ددفاع وزارت هم ويلي دي چه په افغانستان کښي تر 10000 اضافي عسکرو ته ضرورت دي .
د بلي خوا په پاريس کښي پر 12د جون د افغانستان د بيا آبادولو يو بين امللي کنفرانس جوړيږي ،چه د تازه معلوماتو څخه به مو پر خپل وخت خبر کو .