استرالیا د کرکټ نړیواله اتلولي وگټله
۱۳۹۴ فروردین ۹, یکشنبه
دا پنځم وار دی چې استرالیا د کرکټ د نړیوال جام اتلولي ترلاسه کوي. استرالیایې لوبغاړي سټیوسمته د نهه درشم اور په لومړي توپ (د میټ هنري پر توپ) څلوریزه ووهله او په دې توگه یې خپل ټیم بریا ته ورساوه.
د کوربه هیواد لوبډلې د تیز توپ اچونې پر مټ اتلولي وگټله. د استرالیایې کیڼ لاسې توپ اچونکي(بالر) جیمز فوکنر د مین آف دې میچ یا د دغې ورځې د سیالې د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.
د نیوزیلینډ لوبډلې چې د پرله پسې ۸ لوبو په گټلو سره یې ځان ملبورن ته رسولې وو د فائنل یا وروستې لوبې فشار یې ونه زغملې شو او په ۱۸۳ رنزونو(منډو) سره یې ټول لوبغاړي وسوزیدل. نیوزیلنډ د ټاس(پچې) تر گتلو وروسته لوبه پیل کړه او مچل سټارک په لوړي اور کې د نیوزیلنډ د کپتان برینډن میکلم په سوزولو سره د استرالیایې لوبډلې د بریا بنسټ کیښود. مچل جونسن هم د نیوزیلنډ درې لوبغاړي اوټ یا وسوزول.
د لوبې په جریان کې یو وخت په ۳۹ رنزونو سره د نیوزیلنډ دری تنه لوبغاړي سوزیدلي ول، خو روس ټیلر او د سیمي فائنل یا نیمه پای لوبې اتل ایلیټ د څلورم ویکټ په شراکت سره ۱۱۱ رنزونه جوړ کړل او په دې توگه یې خپله لوبډله پیاوړې کړه. ۳۵ اور پورې نیوزیلنډ ۱۵۰ منډې جوړی کړې وې، خو د ټیلر له سوزیدو(کیچ اوټ) سره لوبې بله بڼه غوره کړه.
جیمز فوکنر په همدې اور کې تر دوو توپونو وروسته اینډرسن هم بولډ اوټ کړ. د فوکنر دریم ښکار گرانټ ایلیټ وو چې د ۸۳ رنزونو یو ښه اننگز لوبیدلې وو. د نیوزیلینډ ټول لوبغاړي د ۱۸۳ منډو په جوړولو سره وسوزیدل.
په ځواب کې د استرالیا لوبډلې لومړی لوبغاړی په دویم اور کې وسوزید، خو ډیوډ وارنر د نیوزیلنډ بالرانو ته د سر پورته کولو وخت ور نه کړ. هغه د ۷ څلوریزو په مرسته ۴۵ رنزه وکړ. د استرالیا کپتان ۷۴ منډي جوړې کړی.
د استرالیا لوبډلې ته د نړیوال جام ترڅنگ د ۳۹ لکه امریکایې ډالره نغدو پيسو جایزه هم ورکړل شوه. د ورلډکپ په ۴۰ کلن تاریخ کې دا دویم وار دی چې یو کوربه هیواد اتلولي ترلاسه کوي.