1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا هم له افغانستان سره سند لاسليکوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي ډير ژر به له استراليا هيواد سره هم يو ستراتيژيک سند لاسليک کړي. دا په داسي حال کي چي د افغانستان ځيني ګاونډيان له غربي ملکونو سره د افغانستان پر اوږد مهالو اړيکو انديښمن دي.

https://p.dw.com/p/14s1k
انځور: AP

د بهرنيو چارو وزارت وايي چي افغانستان او استراليا به ډير ژر د اوږد مهالو همکاريو يومهم سند لاسليک کړي، او وايي چي نه يوازي دا سند، بلکي هيڅ يو تړون به هم د افغانستان ګاونډيانو ته خطر نه پيښوي.

په کابل کي د ايران سفير روانه اوونۍ د مشرانو جرګې ته شکايت وکړ، چي له امريکا سره ستراتيژيک سند بايد و نه مني.

د بهرنيو چارو وزارت ايرانی سفير د افغانستان په چارو کي په نيغو لاس وهنو تورن کړ او هغه ئې احضار کړ خو نوموړي د افغان حکومت غوښتنه نه ده منلې.

افغانستان تر دې دمخه له هند، فرانسې، ايټاليا، بريټانيا او امريکا سره هم ورته سندونه لاسليک کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند جانان موسي زي په خبره، چي له استراليا دولت سره اوس د سند پر څرنګوالي او تخنيکي اړخونو باندي کار روان دئ.

موسي زی وايي چي، حکومت هڅه کوي له استراليا او المان سره د شيکاګو د غونډي دمخه د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي:

«له المان او استراليا سره به په شيکاګو کي د ناټو د سر مشريزي دمخه ياد سندونه لاسليک کړو او دا د افغان دولت او نړيوالي ټولني د راتلونکو همکاريو يو چوکاټ دئ چي پکښي به ملکي، پوځي او سياسي همکارۍ شاملي وي.»

استراليا هيواد دمګړۍ د افغانستان په ارزګان ولايت کي ماموريت پر مخ بيايي او ټاکل شوې ده چي د ۲۰۱۲ کال تر پايه پوري به خپل سرتيري له دغه ولايت څخه وباسي.

د سياسي چارو مبصرين د افغانستان او غربي هيوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د سندونو لاسليکول کارنده نه بولي.

د سياسي چارو شنونکي ډاکټر بشرمل په دي اند دئ چي افغانان بايد د دغو سندونو د فوري ګټو په تمه نه اوسي:

«په لنډ مهال کي بايد تمه و نه لرو چي ددې تړونونو څخه به د افغانستان د عوامو خلکو په ژوند کي بدلون راشي خو په اوږد مهال کي ګټه لرلای شي.»

خو د کابل په لارو کوڅو کي بيا يو شمير عوام خلک که څه هم له امريکا او استراليا سره د اوږد مهالو همکاريو د تړونونو له لاسليکولو خوښ دي له دي ويره لري چي ښايي د افغانستان حريم په دې کار سره د غربيانو په لاس کي ورکړل شي او هغه مهال به افغانان هيڅ راز اختيار و نه لري.

د کابل د احمد شاه بابا مېني اوسيدونکی عبدالله طوطاخيل وايي، چي موږ د هغه تړون مخالف يو چي بهرنيانو ته د پوځي اډو اجازه ورکوي:«دا په دې معنی ده چي د افغانستان حاکميت به د غربيانو په لاس کي وي.»

د افغانستان يو شمير ګاونډيانو هم د امريکا په ګډون له يو شميرغربي هيوادونو سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو په هوکړه انديښنه ښوولي ده.

د بېلګې په توګه له امريکا سره د کابل پر ستراتيژيک تړون ايران او له هند سره تړون پاکستان انديښمن کړی دئ.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل