1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا د يوه کمپ مهاجرو ته ۶۵ ميليونه ډالره جبران ورکوي

۱۳۹۶ شهریور ۱۵, چهارشنبه

استراليا هغو مهاجرو ته چې د آرام سمندر په یوه لرې پراته کمپ کې يې په ناقانونه توګه توقيف کړي ول ۷۰ ميليونه استراليايي ډالر د جبران په توګه ورکوي. دغه اقدام د چهارشنبې په ورځ د استراليا د سترې محکمې له خوا تائيد شو.

https://p.dw.com/p/2jRVs
Papua-Neuguinea Flüchtlinge im Internierungslager auf der Insel Manus
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/E. Blackwell

استراليا هغه مهاجر او پناه غوښتونکي چې غوښتل يې د کوچنيو کښتيو په مرسته ځانونه استراليا ته ورسوي، دغه هیواد ته د داخليدو اجازه نه ورکوي. استراليا دغه مهاجر د آرام سمندر د پاپو نوې ګيني او مانوس ټاپوګانو په کمپونو کې توقيف کړي دي.

په دغو کمپونو کې د افغانستان، ایران، عراق او د منځني ختيځ نورو هيوادونو پناه غوښتونکي ساتل کيږي. په سيمه کې داکتران او د مهاجرو ملاتړ کونکې ډلې وايي، چې په دغو ليرو پرتو کمپونو کې وضعيت تر ډيره خراب دی. د دوي په وينا ځيني پناه غوښتونکي د اوږدې مودې توقيف تيرولو له وجې سخت کړيدلي چې حتي په روحي او دماغي ناروغيو اخته شوي دي.

په جون مياشت کې هڅې وشوې، څو له دغې معاملې مخنيوی وشي. خو وکيلانو دغې غيابي محکمې له پاره درې کاله کار وکړ، څو د آستراليا حکومت او په مانوس ټاپو کې د خدماتو د دوو ډلو پر وړاندي د دعوا اقامه وکړي. دغه دوې ډلې تورنې دي چې په خپلو دندو کې يې قانون نقض کړی دی.

د جبران دغه بسته د چهارشنبې په ورځ د ويکتوريا سترې محکمې له خوا تصديق شوه. ناورو په قانوني کيس کې ښکيل نه وو. څارنوال کاميرون مکاولې په ستره محکمه کې د دغې پريکړې په اړه وويل چې دا يو«پرځای او مناسب» اقدام شوی دی.

په پاپيو نيو ګينې ټاپو کې د مهاجرو کمپ تيرکال يوه مياشت وروسته له هغې وتړل شو چې د پاپيوګينې سترې محکمې په دغه کمپ کې د انسانانو ساتل غير قانوني وګڼل.

د حقوق پوهانو هغه ډله چې د کمپ موضوع د حلولو په برخه کې يې کار کوي هیله ښکاره کوي چې مهاجرو ته منلی زيان د کمپ تر تړلو د مخه وروسپارل شي.

د استراليا له حقوقي شرکت «سلاتر اينډ ګوردون» څخه راير والش وايي: «توقيف کړل شوي انسانان استراليا ته د پناه او مهاجرت له پاره راغلي ول، خو له دوي څخه ژغورنه او ورباندې ترحم هغه څه دي چې دوي ورڅخه د ګډو حکومتونو له خوا په پرله پسې محروم وګرځول شول».

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «نن، موظفه ډله په دې وتوانيدله چې بلاخره دغه قضيه د استراليا عدليې سيستم ته داخله او د ويکتوريا تر سترې محکمې يې ورسوي».

«د مهمو ستونزو په تړاو ... کومې پايلې چې د دغې قضيې په هکله ترلاسه شوي دي ...اجازه به ورکړي چې خساره د ډلې غړو ته تر هغې چې تمه کيږي ژر وسپارل شي».

د دغې معاملې په پایله کې کوم امتيازات چې په نظر کې نیول شوي دي ويش به يې د محکمي تر نظارت لاندې ترسره کيږي. په پام کې دې په دې اړه په اکتوبر مياشت کې د محکمې له خوا په يوه استعمايه غونډه کې د خسارې د ويش تاريخ وټاکل شي.

شاخوا ۷۰ سلنه د توقيف شويو مهاجرو يا په بل عبارت د ۱۹۲۳ تنو له ډلې څخه ۱۳۸۳ چې د ۲۰۱۲ کال له نوامبر مياشتې د ۲۰۱۴م کال تر دسمبر مياشتې پورې په دغه کمپ کې توقیف شوي ول، د اقامي په دغې غيبې دعوا کې شامل دي. محکمې دغه راز دوې نيمې اوونۍ اضافي وقت ورکړی دی، ترڅو که نور کسان که غواړي په دغې بهير کې شامل شي.

زموږ له ارشيف څخه: