1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا: د افغانستان سره مو د اوږد مهاله مرستو هوډ کړی

۱۳۹۰ آبان ۱۶, دوشنبه

د استراليا لومړۍ وزيره جوليا ګيلراد، په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته تللې، او هلته يې د هغه هيواد سره پر خپلو اوږد مهالو مرستو ټنگار کړی دی. هغې د ولسمشر کرزي سره تر ليدني کتني وروسته په کابل کي د نوي سفارت پرانسته هم کړې.

https://p.dw.com/p/136A5
ولسمشر کرزی او د استراليا لومړۍ وزيره جوليا گيلراد
ولسمشر کرزی او د استراليا لومړۍ وزيره جوليا گيلرادانځور: AP

افغانستان ته د هغې دا سفر په داسي وخت کي ترسره کيږي، چي څو ورځي د مخه په روزگان ولايت کي يو افغان سرتيري درې تنه استراليايي سرتيري ووژل.

د فرانسې په کن ښار کي د جي ۲۰ تر سرمشريزي غونډي وروسته ګيلراد افغانستان ته سفر کړی، او هلته يې د ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي.

گيلراد په روزگان ولايت کي د خپلو سرتيرو سره هم کتلي او هلته يې د درو تنو استراليايي عسکرو د وژل کېدو په اړه خپله خواخوږي ښودلې ده.

د اکتوبر د مياشتي په ۲۹ نېټه يو افغان سرتيري درې تنه استراليايي سرتيري ووژل او وروسته هغه هم د نورو افغان ځواکونو لخوا ووژل سو.

په دغه پيښه کي نور ۷ تنه آستراليايي سرتيري ټپيان سوي دي. دا پيښه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي يو افغان سرتيري پر پوځي پرېټ باندي ډزي وکړې. په روزګان کي شاوخوا ۱۵۵۰ تنه آستراليايي سرتيري مېشت دي.

د هغي ورځي راهيسي، چي د استراليا ددفاع وزارت په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت پيل کړی تر اوسه پوري يې ۳۲ تنه سرتيري وژل سوي دي.

يوې استراليايي ورځپاڼي د ګيلراد په حواله ليکلي، چي کانبيرا پر خپل دې هوډ باندي ولاړ ده، چي په افغانستان کي به خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

د استراليا لومړۍ وزيري ګيلراد په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره تر ليدو وروسته، هلته د خپل نوي سفارت پرانستنه هم کړې ده.

د نوي سفارت د پرانيستني پر مهال ګيلراد په خپلو خبرو کي ويلي، چي افغانستان ته تر راتګ وروسته يې د غم ډکي ورځي ليدلي، خو يوه غټه ملګرتيا يې هم لاس ته راوړې ده.

هغې د نوي سفارت پرانيستل د افغانستان سره د سوو ژمنو يو سمبول ياد کړی.

« موږ هوډ کړی، چي دلته به ستاسو سره د دوستۍ په شکل د اوږدې مودې له پاره پاته سو.»

آستراليايي پوځونه د ۲۰۰۵م کال راهيسي په روزګان ولايت کي مېشت، او د افغان پوځ په روزنه بوخت دي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل