1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا: تر وخت مخکي له افغانستانه نه وځو

۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبه

په بروکسل کي د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کي د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر باب کار، د پنجشنبې په ورځ وویل چي سرتیري به ئې په افغانستان کي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري پاته شي.

https://p.dw.com/p/14gwX
انځور: picture-alliance/dpa

دا په داسي حال کي ده چي تر دې مخکي د استرالیا لومړۍ وزیري جولیا گیلارد، ویلي ول چي سرتیري به ئې له افغانستان څخه تر پلان شوي وخت مخکي راووزي.

د گيلارد په خبره په دې وروستیو وختونو کي په افغانستان کي امینتي لاس ته راوړني دې ته لاره هواره وي، چي استرالیایي سرتیري دي خپل مسئولیتونه په ۲۰۱۳ کال کي افغان ځواکونو ته وسپاري او په همدې کال کي له افغانستان څخه ووزي.

د ناټو د بهرنیو او دفاعي چارو د وزیرانو په غونډه کي د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چي هیواد ئې له افغانستان څخه د ناټو د راوتلو پلان ته ژمن دئ. هغه ویلي دي چي سرتیري به ئې په افغانستان کي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري جگړې ته چمتو وي.

اوس د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کي سره راټول شوي دي چي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د راوتلو پر پلان خبري وکړي. دغه غونډه چي د چهار شنبې په ورځ پیل شوې ده او د پنجشنبې په ورځ به هم دوام وکړي په شیکاگو کي د اوباما په کوربه توب د ناټو راتلونکي غونډي ته لاره هواره وي.

د چهارشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموس، ویلي ول، چي ناټو به د افغانستان په اړه پخپل اعلان کي کوم بدلون را نه ولي. د هغه په خبره د استرالیایي ځواکونو وختي وتل له افغانستان څخه د ناټو د وتلو پرعمومي پلان کومه اغیزه نه لري.

د المان د دفاع وزیر توماس دیميزیر، هم د چهارشنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو او دفاع چارو د وزیرانو په غونډه کي ویلي ول، چي هغه د استرالیایي چارواکو خبرو حیران کړی دئ، خو د هغه په خبره دا چي استرالیا له افغانستان څخه تر پلان سوي وخت مخکي مخکي خپل سرتیري را باسي د ناټو عمومي پلان نه اغېزمنوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل