استخبارات: په بلوچستان کی د افغان دولت مخالفين روزل کیږی
۱۳۸۹ دی ۱۷, جمعهد افغانستان په سویل کې په یو شمیر ولایتونو باندي د پاکستان په خاوره کې د بریدونو د پلانونو د جوړیدو خبره پر داسي مهال کیږي چې همدا اوس په ټول افغانستان کې د امید په نامه پوځي تهاجم پیل سوی دی.
د افغان ځواکونو لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي چی کندهار ته تللی ؤ د هغه ولایت له پوځي او ملکی لوړ پوړو چارواکو سره په یوه لیدنه کتنه کی وویل: « زمونږ ستونزه له ګاونډيانو سره ده، که زمونږګاونډیان را سره همغږي وي ستونزه نه لرو».
د سویلي کندهار ولایت د استخباراتو مشر وایې چې اورپکې ډلي دمګړۍ د خپلو هغوچریکانوپه روزنې بوختې دي چې ټاکل سوي را روان کال افغانستان ته د جګړې لپاره را واستول سي.
د کندهار د څارګرې ادارې مشر محمد نعیم پوپل وایې دوي ته داسي رپوټونه ورسیدلي چې په چمن او کوټه کې د افغان دولت مخالفینو ته اوس نوې تکتیکونه ور ښول کېږې اوپه پرمختللو وسلو سمبالیږي.
د ډیورنډ د کرښې پوري غاړه له څو کلونو راهیسې د هغو ترهګرو اصلي پټن ځای بلل کیږي چې په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو عسکرو بریدونه کوي.
نعیم پوپل: وویل:«مونږ راپورونه لروچې په پاکستان کې په ۱۱۱ بابه دینې مدرسو او په ۳۱۳ نورو مرکزونو کې او د چمن په ښار ګوټي کې په ۲۳۷ مرکزونو کې ترهګرو ته زدکړې ور کول کیږي، اوس هغوٍي ته مسلکې زدکړې او نوې تکتیکونه ښول کیږي تر څو را روان کال د افغانستان د اسلامي جمهوریت اوپه ایتلافي ځواکونوبریدونه تر سره کړي.»
د کندهار والې هیله من دي ښیې چې را روان کال به ترهګر هومره یرغلیزه وړتیا و نه لري لکه څومره چې یې مخکي لرله.
توریالی ویسا:« په دې کې شک نسته چې ډیر ترهګر اوس له جنوبي ولایتونه په خاصه توګه کندهار د پولې هغې خوا ته وتلې دي، هغه حالت چې اوس ېې مونږ لرو، په دې معنی چې هماهنګي لرو، انشالله دښمن به ونه کولای سي چې د پخوا په څير دلته ډیر فعالیت وکړي».
افغان پوځي جنرالان په داسي حال کې د پاکستان په خاوره کې د افغان دولت پر ضد د ترهګرو له لوري د پلانونه د جوړید په اړه اندیښنه ښیې چې همدا اوس یوه څو کسیزه افغان ډلګۍ په پاکستان کې ده تر څو د هغه ملک له چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې لپآره ملاتړ تر لاسه کړي.
وروسته تر هغه چې د ویک لیکس امریکایۍ انټرنټ پاڼي د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځالو شتون بربنډ کړ، اوس افغان پوځي جنرالان هم په واضح ډول د خپل ملک په ناکراریو کې د پاکستان نوم اخلي.
میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکيم