1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استخبارات: د پروان په پیښه کی د وزیرستان د وګړو لاس وو

۱۳۹۰ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

د پروان والی وایی چي استخباراتي معلومات ښیې چې د چاریکارو ښار کې د تیرې یکشنبې په برید کی د پاکستانيان ښکیل ول. دغه معلومات د پروان ولایت څارګرې ادارې د بریدکونکو پرجسدونو تر تحقیق وروسته تر لاسه کړي دي

https://p.dw.com/p/12H66
د پروان والی عبدالبصیر سالنګی
د پروان والی عبدالبصیر سالنګیانځور: DW

د والي عبدالبصیر سالنګي پر دفتر په دغه ډله یز یرغل کی لږ تر لږه ۲۷ تنه ووژل سول او شاوخوا ۳۵ نور ژوبل سوي ول.
د پروان والي عبدالبصیر سالنګی وایی شواهدو او د برید کونکو د بدن په پاتي شونو تر سره شوي څیړني وښوده هغه شپږ کسه چې د غه ډلیز یرغل یی تر سره کړی وو د پاکستان د شمالي وزیرستان وګړي ول.
نوموړی وایې د برید اصلي موخه دی وو خو ډیره مرګ ژوبله بي ګناه ولسي خلکو ته واوښته.
په پروان کی چی د کابل شمال لوري ته پروت دی ډیری سیمی یی د حکومت تر ولکی لاندي دي خو یوازي د غوربند دره څه نا څه نا امنه ده او د کاپیسا له تګاب ولسوالۍ څخه هم دغه ولایت ته امنیتي ګواښونه مخامخ دي.
بصیر سالنګی چې د طالبانو پر ضد د شمالی ایتلاف مقتدر قوماندان پيژندل کیږي وایې دغه برید کونکي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند په همکارۍ چاریکارو ښار ته راوړل سوي ول.
که نه نو هغوي په یوازي سر او د سیمې د کړیو له همکارۍ پرته دغه واړه ښار ته د را ننوتو جوګه نه ول.
بصیر سالنګی وویل:« د هغوي له مړو په واضح ډول ښکاري چی هغوي بهرني اتباع ول یعني د پاکستان او دا ترهګر د طالبانو په همکارۍ پروان او بیا د ګلبدین حکمتیارد اسلامي ګوند دخاښي په مټ چاریکارو ښار ته راوړل سوي ول.»

د پروان والي له برید دوه ورځي وروسته رسنیو ته وویل چی ده لا د وړاندي په دی اړه معلومات درلودل چی یوه ډله ترهګر په ښار کې د وران کاري برید لپاره تابیا نیسي.
خو دا چی پولیس ولي و نه توانیدل چې پر دغسي پلان له خبریدو سره سره د هغه په مخ نیوي کی پاتي رغلل، والي یی لامل د پولیس ځواک کمزورتیا او غفلت په ګوتو کوي.
ښاغلي سالنګي امنیتي ارګانونه د دغې مرګ ژوبلي په مخ نیوي کې تر ډیره بریده پړه وبلل.
عبدالبصیر سالنګی: «د دغه برید مخه نیول کیدای سوای، برید کونکی همدلته په کومه نږدې سیمه کی وو، ځکه په یولس نیمو بجو یی برید وکړ، چاریکار دومره لوی ښار هم ندی چی مونږ ووایو امنیت ساتل یی ګران کار دی، دا منو چی په دغه برخه کی غفلت سوی .»

په ورته وخت کی د چاریکارو ښار که څه هم دوه ورځي دمخه د خونړیو بریدو شاهد وو خو اوس پکي بیرته حالت عادي ښکاري.
د دغه ښار یو شمیر اوسیدونکو له دغه برید وروسته د خپل امنیت په اړه بیلا بیل نظرونه لري.
ښاریان:«معلوم داره ده که امنیت وای دلته چاودنه کله کیده، غلا شروع سوي، انتحاري بریدونه کیږي، چور او چپاول روان دی، د داسي بریدونو مخه باید ونیول سي.»
د پروان والي د چاریکارو ښار اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چی د ورته پیښو د تکرار څخه د مخ نیوي لپاره یی اضافي پولیس ځواک ښار ته په را ننوتونکو دروازو کی ځای پر ځای کړی دی.
بصیر سالنګی ډاډه بریښي چی د ترهګرو دغسي ناولي بریدونه به د سولي او ټیکاو په لار کې د حکومت او خلکو هلي ځلي په ټپه و نه دروي.
کابل/ جلالزی
کتونکی: عبدالباري حکيم