1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استخبارات:د حقاني د ډلي يو ستر تروريستي پلان شنډ سو

۱۳۸۹ آبان ۹, یکشنبه

د افغانستان د استخباراتي ادارې چارواکي وايي چي د جلال الدين حقاني ډلي پلويانو غوښتل د پلازمېني په يوه کليدي سيمه کي داسي بريد تر سره کړي چي ګڼ مالي اوځاني تلفات واړوي.

https://p.dw.com/p/PutO
انځور: AP

د دغي ادارې نطاق سعيد انصاري په کابل کي خبريالانو ته وويل چي شپږ تنه يي د دغه پلان د تر سره کيدو په تړاو د ښار له بيلا بيلو سيمو نيولي دي.

انصاري وايي چي نيول سوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او وايي چي د حقاني شبکي غړي دي او دغه پلان د ډيورنډ د کرښي پوري غاړي کي جوړ سوی وو.

جلال الدين حقاني د پخواني شوروي په وړاندي د جګړې پر مهال د افغان مجاهدينو د يوې ډلي مشري کوله خو اوس ويل کيږي چي د اسامه بن لاډن د القاعدې سازمان سره ملګري دي.

د ملي امنيت اداري په خبره په نيول سوو شپږو کسانو کي يو تن يې د سيميزو پوليسو غړی دی چي په بلخ ولايت کي يې په يوه ځانمرګي بريد کي د بريد کونکي سره مرسته کړې وه.

انصاري وويل: « د حقاني د ډلي د يوه قوماندان لخوا د پولو د هاغاړي دغه بريد پلان سوی وو، دغه قوماندان د رحيم الله په مستعار نامه پيژندل کيږي او اصلي نوم يي مولوي فضل کريم دی، هغه دغه شپږ کسيزه ډلګۍ د دغه بريد لپاره چي اوس شنډ سو په دندوګمارلي وه».

د افغانستان څار ګره اداره د تير کال د شپږو مياشتو په پرتله د روان کال په تيرو شپږو مياشتو کي د ترهګريزو بريدونو ګراف ټيټ ښيي.

د دغي ادارې د نطاق د وينا له مخه په تيرو څو اونيو کي يې په بلخ، ننګرهار او کندهار ولايت کي هم د شرارت پسندو ډلو يو شمير پلانونه شنډ کړي دي.

همدا راز د افغانستان ملي دفاع وزارت د غربي رسنيو هغه راپورونه نا سم وبلل چي وايي د اسټراليا پوځ د ارزګان د يوه سيميز جنګ سالار شپږو وسله والو سړو ته په اسټراليا کي په خپلو پوځي قشلو کي روزنه ورکوي.

دغه جنګ سالار مطيع الله خان نوميږي چي وسله وال کسان يې د ډالرو په بدل کي د کندهار –اورزګان پر لويه لاره د ناټو د کتارونو بدرګه کوي.

د اسټراليا دولت دا مني چي د مطيع الله خان يو شمير کسانو ته يې پوځي روزنه ورکړې او دا کار په ارزګان کي د خپلو سرتيرو د امنيت لپاره ګټور بولي، په داسي حال کي چي افغان ملي دفاع وزارت دغه خبر حيرانونکی بولی.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وايي دا کسان د افغانستان د ملي پوځ عسکر نه دي، او موږ په دي مسله خبر نه يو.

اسټراليا ته د روزني لپاره د افغان چريکانو د استولو خبرونه په داسي محال راځي چي افغان دولت هڅه کوي ټولي ناقانونه وسله والي امنيتي کمپنۍ ړنګي کړي.

دغه راز په دې ورستيو کي داسي خبرونه هم ورکړل سوي چي ګواکي امريکا او بريانيه غواړي هغه طالبان چي د دولت له مخالفت څخه لاس اخلي سره را ټول، او د اقتصادي امتيازاتو په بدل کي د فعالو دولت ضد وسله والو پر ضد وکاروي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل