1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسانج د انگلیسي پولیسو له امره سرغړونه وکړه

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه

د ویکیلیکس د ویبپاڼې بنسټ ایښودونکي جولین اسانج، پریکړه کړې ده چې په انګلستان کې د ایکوادور په سفارت کې پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې انګلیسي پولیسو د جمعې په ورځ له هغه څخه غوښتي وو چې خپل ځان هغوی ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/15OYz
انځور: dapd

انګلیسي پولیسو اسانج ته یو لیک استولی دﺉ چې پکښې له هغه څخه غوښتل شوي دي چې خپل ځان د جمعې په ورځ پولیسو ته وسپاري. د اسانج یوه وکیل ویلي دي چې د پولیسو له امر څخه سرغړونه د اسانج له پاره یو ډیر سخت کار وو. دې وکیل زیاته کړې ده چې اسانج هیله لري چې د ایکوادور هیواد به د هغه د سیاسي پناهنده ګۍ درخواست ومني.

د بشري حقونو به برخه کې وکیل مایکل رتنر، د جمعې په ورځ ویلي دي: «هغه دوه ډیر سخت انتخابونه لرل. زه فکر کوم چې هغه به سویدن ته تللی وای که د امریکا له خوا ئې داسې ژمنې تر لاسه کړې وای چې دې به محاکمه نه شي.»

د انگلستان محاکمو پریکړه کړې ده چې اسانج باید بیرته سویدن ته ستون شي. په سویدن کې باید اسانج پر هغه باندې د جنسي جرمونو لگول شوي تورونه ځواب کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسانج وایي هغه بې گناه دئ او پر هغه باندې لگول شوي تورونه د یوه سیاسي پلان برخه ده چې په ترڅ کې به ئې دی متحده ایالاتو ته واستول شي.

خو متحده ایالاتو ویلي دي چې دغه هیواد د اسانج په روانو محاکمو کې کوم نقش نه لري. د جولین اسانج ویبپاڼې په ۲۰۱۰ کال کې د متحده ایالاتو څه نا څه ۲۵۰۰۰۰ مخفي ډیپلوماتیک اسناد خپاره کړي دي.

که څه هم له دې کار سره اسانج په نړۍ کې ډیر شهرت وموند خو د هغه له پاره ډیرې ستونزې هم راولاړې شوې.

د اسانج وکیل خوشبینې څرگنده کړې ده چې د اکوادور هیواد به اسانج ته سیاسي پناهنده گۍ ورکړي:

«زه ډیر امیدواره یم. زه به داسې ووایم. اکوادور دا وړتیا، داسې ولسمشر او جرئت لري چې د متحده ایالاتو پر وړاندې ودریږي.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض