1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسامه په ژوند کي څه ترلاسه کړي؟

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبه

کارپوهان وايي چي که څه هم اسامه خپل ژوند د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تير کړ، خو دي په ډيرو برخو کي د ناکامي سره مخامخ شو. دوی زياتوي چي اسامه په افغانستان او نورو هيوادونو کي و نه شو کولاي چي خپل اهداف تر لاسه کړي

https://p.dw.com/p/11DpY
د القاعدی مشر
د القاعدی مشرانځور: AP

که څه هم اسامه بن لادن ويلي وه چي د ده جګړه د امريکا او نورو هيوادونو سره پر دي خبره ده چي دغه هيوادونه بايد اسلام نړي په آرامه پريږدي او د اسلامي هيوادونو څخه ووځي، خو هر هغه کار چي اسامه د دغي هدف د تر لاسه کولو لپاره تر سره کړ، د دي لامل شو چي غربي نړي او په تيره بيا امريکا په اسلامي هيوادونو کي لا ډير پوځي حظور پيدا کړي او په دغو هيوادونو کي پياوړي پوځي اډي جوړي کړي.

يو د لږو مشخصو سياسي هدفو څخه په عراق کي د اسلامي خلافت جوړول وه . که څه هم امريکايي ځواکونه په ۲۰۰۳ کال کښي د عراق تر اشغال وروسته اوس د عراق څخه تر ډيره حده پوري بيرته وتلي دي ، خو بيا هم د القاعده شبکې هلته خپل هدف تر لاسه نه کړ.

د جرمني د مونشن د پوهنتون د منځني ختيځ د مرکز د سياسي څيړنو کارپوه، ميشايل بوور، باور لري چي اسامه بن لادن په عراق کي ناکامه شو. دي وايي: « القاعده په عراق کښي ناکامه شوه . تر ټولو دمخه له دي کبله چي القاعدي په عراق کي فوقالعاده ظالمانه او خونړي کمپاين پيل کړي او تر هغه حد پوري يې پرمخ بيايي چي حتي خپل متحدين سني قومونه يې لا پر ضد راپورته شوي دي.»

د برلين د علم او سياست په مؤسسې کي د جهاد څيړونکي، عصيم اَل ديفرا اويي، وايي چي که څه هم اسامه بن لادن په افغانستان کي د طالبانو سره ډيري کلکي اړيکي درلودي خو دي په دغه هيواد کي هم ناکامه پاتي شو. او د طالبانو د رژيم د ړنګيدو لامل جوړ شو. دي زياتوي: «د طالبانو دولت چي القاعدي ته يې ځاي ورکړي وه او د القاعده لخوا د يوه اسلامي دولت په سترګه ورته کتل کيدل ، له منځه ولاړ. القاعدي ته د نږدې ډيرو کسانو په نظر دغه سازمان د سپتمبر د ۱۱ ترهګري حملو پواسطه يوه لويه اشتباه وکړه، ځکه چي که دغه حملي نه واي شوي نو د طالبانو دولت به تر اوسه پوري پاته واي.»

د بلي خوا د ۲۰01 کال د سپتمبر د ۱۱ بريدونو د متحده ايالاتو سربيره په ټولي غربي نړي کي بيره او تشويش رامنځته کړ. د سپتمبر د ۱۱ بريدونه د اسامه بن لادن مستقيم او تر ټولو لوي برياليتوب وه خو د دغي پيښي څخه په وروستيو کلونو کي يوه بله پديده پر هغه باندي وراضافه شوه چي په نويمي لسيزي کي امريکايي فيلسوف، سامييل هنټينټن، د هغه اټکل کړي وه.

آسيم الديفرا اويي پدې اړه وايي: «القاعدي د مسلمانانو او د نړي د نورو اوسيدونکو تر منځ د درز اټکل ته عملي جنبه ورکړه.»

په امريکا کي د ترهګري حملو سره اُسامه بن لادن کاملأ بل څه غوښتل چي تر لاسه يې کړي يعني داچي پر امريکا باندي د دې لاري فشار راوستل شي چي د مرکزي او نژدې ختيځ دسيمي څخه په مجموع کښي ووزي. خو په وروستيو کلو کښي کاملأ د هغه برعکس کارونه تر سره شول. او امريکا په دغي سيمي کي لا پياوړي شوه.

شیشکویچ/ قاسم نوري

کتونکي/ عبدلبار حکيم