اروپا کې د موټرو بازار سوړ شوی دئ
۱۳۹۱ مهر ۲۵, سهشنبهاعلان
د اروپا د موټر جوړولو بنیاد د سې شنبې په ورځ وویل چې په دغه اتحادیې کې د موټرونو د خرڅلاو کچه د تیر کال په پرتله ۱۰.۸ سلنه را ټیټه شوې ده.
د موټرونو مارکیټ تر ټولو ډیر په فرانسې کې رالویدلی دئ. تر فرانسې وروسته ایټالیا او هسپانیه هغه هیوادونه دي چې د موټرو بازار ئې خراب شوی دئ. خو له بل پلوه بیا په بریتانیا کې د موټرو بازار وده کړې ده.