1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا پر خپلو بهرنيو سرحدونو کنترول زياتوي

۱۳۹۵ اسفند ۱۸, چهارشنبه

اروپايي ټولنه د ترهګرۍ خطرونو ته غبرګون ښيې او په دې سره غواړي چې په شینګن حوزه کې پر خپلو بهرنيو سرحدونو کنترول زيات کړي.

https://p.dw.com/p/2Yq3a
EU Passkontrollen Grenze zwischen Frankreich und Belgien
انځور: Reuters/P. Rossignol

اروپا پر خپلو بهرنيو سرحدونو کنترول زياتوي. په بروکسل کې د وزيرانو په غونډه کې پريکړه شوي چې په شینګن حوزه کې د سفرکوونکو اسناد په الکترونيکي ډول و پلټي.

ويل شوي دي چي په سرحد کې په استثنايي حالاتو کې کله چې د مسافرو شمير زيات وي، بيا دي نو د خاصو کسانو پاسپورتونه کنترول شي.

د مالتا د کورنيو چارو وزير کارمیلو ابیلا، د دغو اصولو د پريکړي ستاينه کړي او ويلي دي: «پر سرحدونو باندي کنترول د ترهګرۍ له خطرونو سره په مبارزه کي يو مهم ګام دی، او زموږ د وگړو امنيت به ښه شي.»

په دي اصولو کي داسي راغلي چې د اروپا په ټولو بهرنیو سرحدونو کي د اروپايي اتباعو د سفر کولو پاسپورتونه به له داخلي امنيتي معلوماتو سره پرتله کړل شي. سفر کوونکي به هيواد ته د داخليدو او له هيواده د وتلو پر مهال کنتروليږي. تر اوسه پوري د اروپايي وگړو  پاسپورتونه نه کنترولېدل.

د ترهګرو خطرونو ډېرښت

د تروريستي خطرونو له ډيرېدو سره اروپايي ټولني پر دغو نوو اصولو له د ۲۰۱۵م کال د دسمبر مښاتي راهيسي کار کاوه.

پر دغو اصولو باندي د اروپايي ټولني د کورنيو چارو او کورني امنيت وزيرانو تر سلا کېدو وروسته بايد د اروپا شورا او پارلمان خپله رای ورکړي، څو په عمل کې پلي شي.

د شينګن په حوزه کې د اروپاي ټولني له ۲۸ غړيو هيوادونو څخه ۲۲ هيوادونه راځي. رومانيه او بلغاريه هم غواړي چې په دغه ډله کې راشي خو تر اوسه پوري يې لا شرطونه نه دي پوره کړي.

دغه راز بريتانيا،ايرلند، کروشیا، قبرس،ناروې او سويس هم د اروپاي اتحاديې غړيتوب نه لري خو په شينگن حوزه کې دي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: