اروپا نور هم ډيرو مهاجرينوته ضرورت لری
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۴, جمعهد می پر 6باندي ده په ژنيو کښي د خپلي نوي دورې وظايف او چلنجونه داسي تشريح کړل :
اروپا ډيرو مهاجرينوته ضرورت لري . په اروپا کښي د کار ډير بخشونه لکه روغتيايي سيسټم همدااوس لا بيله مهاجرينو پر مخ نسي تللی . دی اضافه کوي ،
« اروپا بيله مهاجرينو نسي کولای مخ ته ولاړه سي . يو براعظم چي هره ښځه يې پکښي په متوسط ډول د 1,3 څخه تر 1,5 پوري کوچنيان زيږوي ، بيله خارجيانو او مهاجرينو نسي چليدلای . يو براعظم چه اوسيدونکي يې مخ پر زړيدو دي ، نسي کولای بقأ ولري . »
د ملګرو ملتو عالي کميسار سربيره پر دې په اروپا کښي د راغلو پناه غوښتونکو پر ضد د مخ پر زياتيدونکي دښمنانه برخورد څخه ډير تشويش لري . دی وايي چه نشنلسټي نظريات او د خارجيانو سره دښمني مخ پر ډيريدو ده ، او دا کار پر هغو پناهندګانو چه اروپا ته راغلي دي ، ساحه تنګوي . دی بيا وايی ،
«د مهاجرينو سره مخالفت ، د زړيدو په حال کښي جامعه او امنيتي تشويشونه ، دغه ګرده په اوس وخت کښي په يوه ديګ کښي سره لويږي . دغه ټوله، يعني د خارجيانو څخه تر بيري او نشنلسټي نظرياتو پوري يو ځای د پناهندګانو د منلو جريان سختوي . »
انتونيو ګُو تَرِش وايي چه دغه حالت مګر په ګرده اروپا کښي يو ډول ندی . د ملګرو ملتو د مهاجرينو عالي کميسار د يونان د حکومت د مهاجرينو نوی سياست مثبت بولي ، چه د پخواني حکومت برعکس غواړي په هغه کښي اصلاحات راولي .
ګُو تَرِش د ټولو اروپايي ټولني د هيوادو څخه غوښتنه کوي ، چه بلاخره د پناهندګانو په مقابل کي يو ګډ سياست عملي کي . په اوس وخت کښي په اروپايي ټولنه کښي په دغه اړه يو نامعلومه حالت موجود دی . ځکه چه هر غړی هيواد خپل مقررات لري . ګُو تَرِش د اروپايي ټولني هغه کوښښونه وستايل ، چي غواړي د پناهندګۍ يو واحد مقررات رامنځته کي .
« داچه په هر ځای کښي د پناهندګۍ جلا جلا مقررات موجود دي ، نو طبعأ هغه د پناهندګانو دپاره خراب دي . خو دا پخپله د غړو هيوادو دپاره هم . ځکه که داسي مقررات وجود ونلري ، نو يونوع فشار رامنځته کيږي چه په آخره کښي بايد يو شی ته تغير ورکول سي ،او دا بيا ددې خطر رامنځته کوي چه په آخره کښي په کښته سطح کښي د خارجيانو پر خلاف يوه هماهنګي رامنځه ته سي . او ددې کار بايد په هر صورت مخنيوی وکو .»
ګُو تَرِش ټينګار وکی چه هر هيواد ددې حق لري ، چه خپل د مهاجرينو سياست پخپله تعين کي . خو په هغه کښي بايد بين امللي موافقې ، لکه د ژنيو د پناهندګۍ تړون په نظر کښي ونيول سي . د پناهندګۍ حق نبايد محدود سي .
پاسکال/
کتونکي : محمد قاسم نوري