1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپا د مهاجرو ژوند په خطر کې اچولی»

۱۳۹۶ تیر ۱۵, پنجشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان اروپایې اتحادیه د هغو مهاجرو د حفاظت په برخه کې پاتې بللې، کوم چې غواړي د مدیترانې له لارې ځانونه ایټالیا ته ورسوي. نوموړي سازمان د لیبیا له ساحلي ګارد سره د اروپا پر همکارۍ هم انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/2g1JR
Flüchtlinge im Mittelmeer gerettet
انځور: picture alliance/dpa/Bunde3swehr/Gotschalk

«اروپا په آګاهانه توګه خپلو سواحلو ته نږدې د یو تر ټولو مرګوني کال پر لور حرکت کوي». دا هغه تعبير دی چې په برلین کې د بخښنې غیر دولتي نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل یې د مهاجرو په اړه د اروپایې اتحادیې له نوي قانون څخه کوي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بخښنې نړیوال سامان کارپوه رنه ویلدانګِل، ویلي دي چې اروپایې اتحادیه یوازې په هغه صورت کې کولی شي چې د مهاجرو ډله ايزې مړينې ته د پای ټکې کښیږدي چې لا زیاتې کښتۍ او ژغورونکې عمله وګماري او بالاخره پناه غوښتونکو ته ډاډمن او قانوني لارې برابرې کړي.

اروپایې اتحادیې په ۲۰۱۵ م کال کې خپل د سمندري ژغورنې واحدونو ظرفیت لوړ او د دغو ځواکونو د پوښښ ساحې ته یې د لیبیا تر سواحلو پورې پراختیا ورکړه. په دې توګه لږ شمیر مهاجرو په مدیترانه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ یا په بل عبارت د تلفاتو کچه کمه شوه.

د بخښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې په همدې منځ کې اروپایې اتحادیې خپل پام د قاچاقبرانو او د لیبیا له ساحل څخه د اروپا پر لور حرکت کونکو کښتیو پر وړاندې مبارزې ته ور اړولی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې په دې توګه مهاجر اروپایې اتحادیې ته د داخلیدو پر مهال له لا زیات خطر سره مخامخ دي او همدارنګه ډیر شمیر د دوی د مدیترانې سمندر په اوبو کې ډوبیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ویل شوي دي چې د لیبیا له ساحلي ګارد سره د اروپا همکاري په دې معنی ده چې لازیات مهاجر لیبیا ته بیرته ستنول کیږي. د بخښنې نړیوال سازمان په حواله دغه مهاجر په لیبیا کې تر نیول کیدو وروسته زورول کیږي او له شکنجې او تیري سره مخامخ کیږي.

نوموړي سازمان ټینګار وکړ هغه مهاجر چې د اروپا د ژغورنۍ ډلو له خوا ژغورل کیږي باید امن ځایونو ته انتقال شي، لیبیا په اوس وخت کې د دوی له پاره امن ځای نه دی.

د پنجشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۶مه) د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د استوني هیواد په پلازمېنه تالین کې سره راټولیږي او د مهاجرو په اړه د اروپایې اتحادیې د نوي سیاست په باب خبرې کوي. ټاکل شوی ده چې په دې غونډه کې به د لیبیا د ساحلي ګارد د پیاوړتیا په هکله هم بحث وشي.

د جون میاشتې په وروستیو کې ایټالیا ګواښ وکړ چې د مهاجرو پر مخ به خپل بندرونه وتړي. د دغه هیواد حکومت وویل په هغه صورت کې چې غړي هیوادونه له ایټالیې سره د خپلو مشخصو برنامو په وسیله مرسته ونه کړي، د ایټالیا په بندونو کې به د مهاجرو پر ژغورونکو کښتیو بندیز ولګوي او دغه کښتۍ به هغو سواحلو ته بیرته ور وروګرځوي چې له کوم ځای څخه یې حرکت کړی وي.