1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د يو ميليون مهاجرو د راتگ اټکل

۱۳۹۴ اسفند ۵, چهارشنبه

د اروپايي ټولني د بهرنيو سرحدونو د ساتلو ماموريت (فرونتکس) مشر اټکل کوي چي په روان کال کي به هم اروپا ته نژدې یو ميليون مهاجر راسي. «دا به بريا وي که اروپا ته د مهاجرو راتگ تر ۲۰۱۵م کال لږ وي.»

https://p.dw.com/p/1I0uN
انځور: Getty Images/J. J. Mitchell

د اروپايي ټولني د بهرنيو سرحدونو د ساتلو ماموريت مشر فابريس ليگيري، ويلي دي چي د سوريې وضعيت ته په کتو سره به په روان کال کي هم تر يوه ميليون پوري مهاجر د اروپا پر لور حرکت وکړي.

هغه ويلي دي چي اوس تر ټولو مهمه دا ده چي له مقدونيا سره د يونان په سرحد کي مهاجر د نوم ثبتولو مرکزونو ته ولېږل سي. هلته بيا روښانه سي چي له دوی سره څه وسي. له بده مرغه چي د دوی ډېر لږ په يونان کي د پناه غوښتنه کوي، نور ټول ئې جرمني يا سويډن ته د تگ تلاښ کوي.»

ليگيري ويلي دي چي که د آژه درياب له لاري اروپا ته د مهاجرو راتگ کنترول سي، نو مهاجر به له نورو لارو اروپا ته ځانونه ورسوي: «تجريبو دا وښودله چي اغزن دېوالونه او په اوبو کي ماموريت د مهاجرو مخنيوی نه سي کولای.»

هغه زياته کړې ده چي که دغه لاري بندي سي، نو ډېر مهاجر به د ليبيا له لاري ايټاليا ته ځانونه ورسوي. داسي فکر هم کيږي چي د روسيې او اوکراين له لاري به مهاجر رامات سي او يا به له يونان څخه مخ د ايتاليا پر لور.

د اروپايي ټولني د بهرنيو سرحدونو د ساتلو ماموريت مشر ويلي دي چي که هر هيواد په يواز سر د سرحدونو په تړلو سره د مهاجرو مخنیوی غواړي، نو دا مرسته نه سي کولای. کله چي هنگري خپل سرحد په اغزن دېوال سره بند کړ، نو مهاجرو د بالکان هيوادونو لاره خپله کړه.

د دغي ستونزي د حل له پاره يو بشپړ اروپايي حل ته اړتيا ده چي د اروپايي ټولني پر ټولو هيوادونو مهاجر ووېشل سي او د شنگن تړون وساتل سي.