1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د ولسمشر غني سفر او د افغانستان لومړیتوبونه

۱۳۹۴ آذر ۹, دوشنبه

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په راس کې فرانسې ته سفر کړی، څو د اقلیمي بدلونونو په کانفرانس کې گډون وکړي. په پام کې ده چې ولسمشر به د دغه کا نفرانس په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره وویني.

https://p.dw.com/p/1HEl9
انځور: ARG

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر به د دغه کانفرانس په څنډه کې د نړۍ د یو شمیر هیوادونو له مشرانو سره ملاقاتونه وکړي. له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې د نړیوالې ټولنې نقش کم رنگه شوی او افغان امنیتي ځواکونه یو سخت کال تر شا پریږدي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر آصف بکتاش وايي چې افغانستان له تروریزم سره د جگړې په حال کې دی او په دې جگړه کې لا ډیرو نظامي تجهیزاتو ته اړتیا ده: «د نظامي مرستو په برخه کې د افغانستان وسله واله قوواې د هوايي ځواک تجهیز ته اړتیا لري. له دې نظره موږ هیڅ نه لرو. موږ باید ټانک، توپچي او دافع هوا ولرو، څو په افغانستان کې له بنسټپالنې سره مبارزه وشي.»

د ناټو غړو هیوادونو په څو کانفرانسونو کې له افغانستان څخه د تروریزم پر ضد مبارزه کې د ملاتړ اعلان کړی. اوسمهال د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ناټو مالي ملاتړ کوي.

په عین حال کې افغانستان په هڅه کې دی چې خپلې تسلحیاتي اړتیاوې د سیمې له هیوادونو څخه ترلاسه کړي. په وروستیو کې چې د مشرانو جرگې له لوري کوم هيئت روسیې ته تللی وو، وویل چې په پام کې ده روسیه ۱۰ زره میله کلاشنکوفونه د افغان امنیتي ځواکونو په اختیار کې ورکړي.

په عین حال کې په پام کې ده چې په بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې هم د افغانستان د موضوع په هکله خبرې وشي. د ولسي جرګې یو تن غړی بشیر احمد تینج وايي چې مرستې باید داسې جذب شي چې د افغانستان په دننه کې د روسیې او ناټو تر منځ د شخړې سبب و نه گرځي.

له پاکستان سره خبرې اترې

په پام کې ده چې د پاریس د غونډې په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان پلاوي د سولې د خبرې اترو د سره پیلیدو په هکله مذاکرات وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرې اترې تر هغې وروسته په ټپه ودرېدې چې د طالبانو د مخکني مشر ملا عمر د مړینې خبر په ناڅاپي توگه افشا شو.

لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی شاه حسین مرتضوي وايي:« ویل کیږي چې په دې ناسته کې به د افغانستان او پاکستان پلاوي هم سره وویني. د دې لیدنې موخه د سولې د خبرو اترو له سره پیلېدل دي.»

د ښاغلي مرتضوي په آند د افغان او پاکستاني پلاوو د ملاقات او په اروپایي هیوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو ارزول د دغه سفر مهم موضوعات جوړوي.

د کډوالو برخلیک

په روان کال کې له افغانستان څخه اروپا ته لږ تر لږه ۱۴۰ زره کډوال تللي دي. د آلمان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ویلي دي چې هغه کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستوي چې د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوي. دغې مسئلې د افغانستان په دننه کې انديښنې راپارولې دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د افغان حکومت پلاوی به په دې برخه کې د انعطاف پذیرۍ غوښتونکی شي. د نا امنیو پراخیدل د بې وزلۍ او بې روزگارۍ د زیاتیدو سبب وگرځید او په زرونو افغانانو اروپا ته د رسیدو په موخه خپل هیواد پریښود.

آصف بکتاش وايي که چیرې د کار او شغل زمینه برابره نه شي، د مهاجرت لړۍ به همداسې ادامه ولري:«زه ډاډه یم که چیرې د افغانستان په داخل کې د کار زمینه برابره شي، له سولې او ثبات سره به مرسته وکړي او د ځوانانو د تیښتې مخه به ونیسي.»

د خلکو غوښتنې

د ابراهیم په نوم د کابل ښار یو تن اوسیدونکی وایي چې افغانستان د داعش، په نوم له نوي او خطرناکه گواښ سره مخامخ دی او دوست هیوادونه باید په دغسې شرایطو کې افغانستان یوازې پرې نه ږدي. د هغه په خبره په تیرو څوارلسو کلونو کې د نړۍ او د افغانستان د خلکو گډه لاس ته راوړنه باید له لاسه ولاړه نه شي.

د محب الله په نوم د کابل ښار یو بل اوسیدونکی وایي چې ولسمشر باید په دغه سفر کې د افغانستان له پاره لا ډیرې مرستې راجذب کړي، څو ځوانان د بې روزگارۍ له کبله لویدیځ ته مهاجرت و نه کړي.

اټکل کیږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به په خپل دغه سفر کې د افغانستان له نړیوالو متحدینو سره امنیتي او اقتصادي چیلنجونه مطرح کړي، څو د افغانستان په هکله د نړۍ نور ملاتړ تر لاسه کړي.