1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د ترکانو آزاد سفرکولو شرايط لا پوره نه دي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

له ترکيې سره د مهاجرو تړون پر اساس اروپايي ټولنه مجبوره ده،چي له دغه هيواد سره د ازاد سفر کولو مکلفیت هم پوره کړي. د رسنیو په حواله انقرې ته به تر جون میاشتي پوري وخت ورکړل سي، څو د ازاد سفر کولو شرایط پوره کړي.

https://p.dw.com/p/1IgG7
انځور: picture alliance/chromorange/Bilderbox

ترکانو ته په اروپايي ټولنه کي دازاد سفر کولو شرایط لا پوره نه دي

له ترکيې سره د مهاجرو تړون پر اساس اروپايي ټولنه مجبوره ده،چي له دغه هيواد سره د ازاد سفر کولو مکلفیت هم پوره کړي. د رسنیو په حواله انقرې ته به تر جون میاشتي پوري وخت ورکړل سي، څو د ازاد سفر کولو شرایط پوره کړي.

له راتلونکي چهارشنبې څخه د اروپايي ټولني کمیساري مجبوره ده چي له ترکيې سره د ویزې مکلفیت د له منځه وړلو له پاره لار خلاصه کړي. ترکي رهبرۍ ته به پیغام داوي چي ټولني ته به د ازاد سفر کولو مشوره په عمومي ډول ورکړل سي، خو ځیني شرایط لا باید پوره کړي، چي بروکسل به یې وروسته اعلان کړي.

«دی ویلټ» المانی ورځپاڼي په حواله انقرې ته به ډیر وخت ورکړل سي، څو اروپايي ټولني ته د ازاد سفر کولو شرایط پوره کړي.

ورځپاڼي د اروپايي ټولني د کړیو په حواله ویلي دي چي د اروپايي ټولني کمیساري به خپل وروستی قاطع رپوټ د جون میاشتي په نیمايي کی ورکړي، چي په هغه کي به تصمیم ونیول سي چي ایا لازم شرایط پوره سوي دي.

تر هغو پوري د ترکيې حکومت وخت لري، چي نور اصلاحات راولي، د نورو تر څنگ د شخصي احوال او معلوماتو د ساتلو قانون وضع کیدل او یا له اداري فساد سره د مبارزې قانون اصلاحات او نور. سربیره پردې باید تر هغه وخت پوري د بیو متریک پاسپورتونو د ورکولو له پاره ټول شرایط پوره سوي وي.

د اروپايي ټولني تر پریکړي پوري

د «شپیگل» مجلې هغه رپوټ رکړی دی، چي د اروپايي ټولني کمیسارۍ په مشورو کي راغلي دي، چي ترکیه باید تر هغه وخته پوري مجموعأ ۷۲ شرایط او ټکي پوره کړي. تر اوسه پوري تقریبأ ۵۰ ټکي تکمیل سوي دي، او بروکسل تمه لري چي تر جون میاشت پوري به ټوله شرایط او غوښتني پوره سي.

شپیگل همدارنگه رپوټ ورکړی دی چي تر چهارشنبې ورځي پوري چي ممکنه تصمیم نیول کیږي، د اروپايي ټولني کمیساري او ترکي حکومت استازو تر منځ له څو ورځو راهیسي ویدیو کنفرانس دایریږي.

د ترکيې حکومت له اوونیو راهیسي اروپايي ټولني ته خبرداری ورکوي، چي ترکانو ته د ویزې د ازادۍ ژمنه یې پوره کړې نه ده او په خبره یې که دغه شرط پوره نه سي، بیا به انقره له یونان څخه مهاجرين ونه مني او ټوله به بیرته بند کړي.