1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د اوباما د سفر په اړه خوشبنۍ يو هد لري

۱۳۸۸ فروردین ۱۱, سه‌شنبه

په لندن کي د20 هيوادونو د مشرانو د غونډي په درشل کي اروپا ته د بارک اوباما لومړي سفر ته که څه هم په لومړي سر کي ډیره خوشبیني ښودل سوې خو داسي ګومان کيداي شي چي ډير ژر ددغه خوشبينيو ځاي واقعيتونه ونیسي.

https://p.dw.com/p/HNh4
اوباما د نړيوال مالي بحران او اقتصادي روکود سره د مبارزې له پاره کومه معجزه نسي کولای
اوباما د نړيوال مالي بحران او اقتصادي روکود سره د مبارزې له پاره کومه معجزه نسي کولایانځور: AP

بارک اوباما کله چي د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د څوکي د ګټلو له پاره په مبارزه بوخت و او بيا کله چي دی وټاکل شو، نو د ده د راتلو له پاره د ومره خوشالۍ او ولولې وي، چي فکر کيده په اصطلا يو نوی مسيحا راځي. د خلکو ډيري هيلي او اميدونه د ده د راتلو سره تړلي وې . نن ورځ چي دی په لندن کي د20 هيوادونو د مشرانو د ستري غونډي اوبیا د ناټو د دفاعي تړون دجوړيدلو د60 کاليزي دلمانځني په درشل کي د لومړی ځل دپاره د امريکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه اروپا ته راځي نو دده د راتګ سره داسي تمي او اميدونه تړل سوي چي ډير ژر به خپل ځای واقعيتونوته خوشی کړی، او کله چي د خلکو پام بيرته د روان مالي بحران او اقتصادي رکود ژور تیا ته را اوړي نو بيا به ددوی ماغذونه خلاص شي چي اوباما هم ددغه روان مالي بحران او اقتصادي روکود سره د مبارزې دپاره کومه معجزه ونشي کولاي.

ډيرو ته به داپو ښتنه مطرح شي چي اروپا ته به د خپل سفر په بهير کي اوباما کومي هيلي تر سره کړي او له ده څخه څه هيلي بايد اروپایان ولري؟

نن ورځ روان مالي بحرا ن او اقتصادي رکود داسي یوه نړیواله بڼه نیولې چي دهغه علاج يا درملنه به دیوه هيواد که هرڅومره ځواکمن وی يا ديوه سیاسي شخصيت کار نه وي ،که هر څومره دغه شخص يو مدبر سړی هم وي.دلته داخبره هم دیادونی وړ ده چی دامریکې دمتحده ایالتونو نړیوال لار ښونکی ځواک په روان وخت کی پخپله دیوه سخت مالی بحران او اقتصادی رکود سره مخامخ دی او هغه توانمندی نلرې چی نړي داوسني مالی بحران او اقتصادې رکود څخه وباسی.

دروان مالي او اقتصادی بحرانه سره دمبارزي دپاره د اوباما له روان سیاست سره ټول اوروپایان موافق ندی
دروان مالي او اقتصادی بحرانه سره دمبارزي دپاره د اوباما له روان سیاست سره ټول اوروپایان موافق ندی

د20 هيوادنو دمشرانو په ستره غونډه کی راغونډ شوی مشران په ښکاره توګه ويني چی دبهادورواسنادو بازارونه په اصطلا څومره کساد شوی او هيڅوک نه په اوروپا او نه په امریکا کي پوهیږی چی د نړیوالو مالي بازارونو دسمون دپاره څه بايد وشي. له بله پلوه دموټرود جوړولو فابريکې په اوروپا او امریکا کی دیوه سخت بحرانه سره مخامخ شوي اود اوباما حکومت هم اوس دي نتيجی ته رسيدلي چي نور ددغه هیواد دموټرو جوړولو دستر و فابریکو لکه جنرال موتوريا کرایسلر ه سره پرته دقيد او شرطه څخه دپخوا په شان به اصطلا سخاوت مندانه مرستي ونشي . بلکي اوس ددوي دپاره شرطونه ايښول شوي.

له بله پلوه دروان مالي او اقتصادی بحرانه سره دمبارزي دپاره داوباما له روان سیاست سره ټول اوروپایان موافق ندی . دده په سياست باندی اوروپان سختي نیوکی هم کوي مثلا د چک را پرزول شوي لمړی وزير تو پو لانيک ويلی و چی که دروان نړيوال مالي بحران او اقتصادي رکود سره دمبارزي دپاره داوباما تګ لار تعقيب شی نوپاې به يی دوزخ وی . پاريس او برلين هم داوباما ددي سیاست سره موافق ندی چی وايی داقتصادی تموجاتو دودې دپاره دی دولت نوري پيسي هم په کار واچوی . نو په دی صورت کی کله چي داوباما سره په په لندن کي د روان مالی او اقتصادی بحران باندی خبری کيږی يا دنورو خبرو په وخت کی ښه به داوی چي دخوشبينيو حد وساتل شی او په هر اړخيزه توګه ټولې خواوي ددرايت او په کافی اندازه هوښياری څخه کار واخلي .تجربو ښودلې چي دآرامي ډيپلوماسي له لاري ډير مسايل حل کيدلای شی نظر ودی چي ديرې خبرې او تبليغات وی خو په پاي کی بيا هيڅ نه وی .

Scheschkewitz / ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل