اروپایي ټولنې له مصر سره د مرستو ژمنه کړې ده
۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعهاعلان
اروپایي مشرانو د مصر سره تر یو میلیارد د زیاتو یورو د مرستو ژمنه کړې ده. دغه ژمنه وروسته تر هغې تر سره کیږي چې د مصر ولسمشر محمد مرسي اروپا ته خپل لومړی رسمي سفر وکړ. د اروپايي ټولنې مشر هیرمن فان رمپویي په بروکسل کې د مصر د ولسمشر هر کلی کړی دئ. مرسي وئیلي دي چې بروکسل ته به د خپل سفر په ترڅ کې د آزادۍ او د دموکراتیکي ارزښتونو څخه ملاتړ وکړي.
د اروپایي کمیسیون مشر مانویل بارسو، د یوه آزاد او خوشحاله مصر په رغولو کې د مرستې ژمنتیا کړې ده. بارسو دا هم ویلي دي چې دوی حاضر دي چې له قاهرې سره د لا ښې سوداگرۍ په اړه خبرې اترې پیل کړي. په پام کې ده چې د اروپایي ټولنې او د مصر د کاري قوي یو گډ کمیسیون به د آزاد تجارت د یوه تړون په اړه د نومبر په میاشت کې په قاهره کې سره خبرې اترې تر سره کړي.