1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي ټولنه د بودجې په اړه کومې پریکړې ته و نه رسیده

۱۳۹۱ آذر ۴, شنبه
https://p.dw.com/p/16pBm

د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه په بروکسل کې په تر سره شوي سرمشریزه غونډه کې د ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۲۰م کاله د بودجې په سر یوه توافق ته نه دي رسیدلي. د ۲۷ غړي هیوادونو له لوري د دغه دورې له پاره د سپما او لگښتونو غوښتنې له یو بل څخه ډیرې متفاوتې وې.

د اروپایي ټولنې د مشر هیرمن فان رمپوي، له لوري په لگښتونو کې د سپما وړاندیز د المان، بریتانیا، هالنډ او سویډن هیوادونو له پاره کافي نه وو. په پام کې ده چې د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو مشران به د راتلونکي میلادي کال په پیل کې خپلو خبرو ته ادامه ورکړي. د المان صدراعظمې انگلا میرکل ویلي دي چې د دغه خبرو اترو پایلو ته خوشبینه ده.