1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي کميسیون: که تړون لغوه کیږې، مسووله یې ترکیه ده

۱۳۹۵ آبان ۱۶, یکشنبه

اروپايي کمیسيون له ترکیې سره د کډوالو د تړون په اړه د انقرې خبردارۍ رد کړ. تر دې مخکې ترکيې د شنګن سیمې غړو هیوادونو ته د خپلو د اتباعو د آزاد سفر نه منل کیدو په صورت کې، د کډوالو د تړون لغوه کولو ګواښ کړی وو.

https://p.dw.com/p/2SF8I
EU - Kommission Brüssel - Flaggen
انځور: picture-alliance/dpa/T. Monasse

د اروپايي کمییسیون مشر جان کلود یونکر، په يوه تازه مرکه کې د مهاجرت موضوع په تړاو د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د شوي تړون په اړه ويلي دی چې که چيرې دغه تړون لغوه کيږي نو مسئولیت به یې د ترکيې پر غاړه وي. يونکر خبرداری ورکړ چې ترکیه له دې کار سره له اروپايي ټولنې سره خپلې نژدي روابط په خطر کې اچوي.

د اروپايي کميسيون مشر د یکشنبې په ورځ بلجيمي ورځپاڼې «لوسوا» ته وويل: «د ترکيې چارواکو لخوا ورکړل شوي خبرداري پر مونږ اغیزه نشي کولای. که چيرې د ترکيې حکومت د تړون پر موادو عمل نکوي، نو بيا د ويزو پر موضوع کې هم پرمختګ نشي راتلاي.»

يونکر په واضحه ډول وویل چې که چيرې دغه تړون لغوه کيږي نو مسئوليت به يې د ترکيې د حکومت پر غاړه وي.

ترکيې د روان کال په مارچ میاشت کې له اروپايي اتحاديې سره تړون لاسليک کړ چې د آژه سمندرګي له لارې يونان ته د تلونکو غيرقانوني مهاجرو مخنيوي به کوي او یونان ته راغلي مهاجر به هم بيرته ترکیې ته انتقالوي. د دې په مقابل کې اروپايي اتحاديې له ترکيې سره مالې مرستې وکړې، او د دې هیواد وګړو ته یې د نورو تر څنګ د شنګن غړو هیوادونو ته د آزاد سفر کولو د شرایطو برابرولو ژمنه وکړه.

خو د تړون له لاسليک کولو راپديخوا ترکيې څو ځله دغې اتحاديې ته خبر داری ورکړ که چيرې یې د ويزو شرط عملي نکړي نو دوی به تړون لغوه کړي.

روانه اوونۍ د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولو چاوش اولوني، يو ځل بيا اروپايي اتحاديې ته په دې اړه خبرداری ورکړ، چې د نه ځواب په صورت کې به انقره د روان کال تر پايه تړون لغوه کړي.

 تیره ورځ د اتريش د دفاع وزير پيتر دوسکوسيل ويلي وو، که چيرې د ترکيې لخوا دغه تړون لغوه شي، د دې امکان شته چې یو ځل بيا د اروپا پر لور ډیر شمیر کډوال حرکت وکړي.

د اتريش د دفاع وزير زیاته کړې چې په دې اړه به د راتلونکې اوونۍ په پيل کې په ويانا کې د مرکزي اروپا هيوادونو د دفاع وزيرانو په کيدونکې غونډه کې خبرې وشي.