1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې د روسيې پر ضد بنديزونه تمديد کړل

احمد ولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۱۰, جمعه

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزیران بالاخره په دې وتوانېدل چي د روسيې پر ضد د بنديزونو د غځولو پر موضوع یو له بل سره يوه کوچني تفاهم ته ورسيږي. تر دې مخکې په دې اړه د اختلافونو د پیدا کیدو ویره موجوده وه.

https://p.dw.com/p/1ETJg
انځور: Reuters

په بروکسل کي د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو ځانګړې غونډه د پنجشنبې په ورځ تر سره سوه. په دغه غونډه کي د لومړي ځل له پاره د يونان د بهرنيو چارو نوي وزير نيکوس کوڅياس، هم ګډون کړی وو. دغه غونډه په داسي حال کي جوړه سوه چي د روسيې پر ضد د بنديزونو په تړاو د اروپايي ټولنې د همږغۍ په هکله تر هغه وروسته اندېښني راپيدا سوې وې چي د يونان نوي لومړي وزير الېکسيس څيپراس، وويل چي د روسيې پر ضد له نویو بنديزونو سره موافق نه دی.

په بروکسل کي د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډي له رسمي پېل څخه مخکې د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر فرانک والتر شتایمن مایر، په گډون د یو شمیر اروپایي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خپل يوناني سیال سره خبرې وکړې.

شتاين ماير تر غونډي وروسته وويل چي د روسيې پر ضد د بنديزونو پر موضوع بحثونه «ساده او آسانه نه ول». هغه زیاته کړه چي په دغه موضوع کي دا ډېر مشکل کار وو چي «اروپايي تفاهم» وساتل سي.

د راپورونو له مخي د تړلو دروازو تر شا د يونان د بهرنيو چارو له نوي وزير سره سخت او تاوده بحثونه رامنځ ته سول. د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو استازې فیدریکا موگیریني، هم د دغو بحثونو پخلی وکړ.

وزيرانو پر دې توافق وکړ چي د اوکراين د لانجې په تړاو په هغه نوملړ کې به نورو وگړو او شرکتونو نومونه ور اضافه سي چي پکښي اوس ۱۳۲ کسان او ۲۸ شرکتونه شامل دي. دا هغه وگړي او شرکتونه دي د اروپايي ټولنې په حواله په اوکراين کي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. خو دا چي د بنديز سره مخامخ دغه کسان او شرکتونه کوم دي، په هلکه يې معلومات نه دي ورکړل سوي.

اروپايي ټولنه ویره لري چی که وخت تر مخه د دغو کسانو او شرکتونو نومونه ښکاره کړي نو ښايي هغوی خپلي شتمنۍ خوندي ځايونو ته انتقال کړي. د نورو تر څنګ د اشخاصو او شرکتونو بانکي حسابونه او د هغوی د شتمیو کنګلول د بنديزونو يوه برخه ده.

د نوي تفاهم له مخي نه يوازي دا چي د بنديزونو په نوملړ کي یو شمیر نور کسان اضافه سوي، بلکه د لګېدلو بنديزونو ميعاد هم د روان مېلادي کال تر سپتمبر پوري غځول سوی دی. دا په داسي حال کي چي دغه بنديزونه بايد د مارچ په مياشت کي پای ته رسېدلي وای.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاين ماير وويل چي هغه د يونان د بهرنيو چارو له وزير سره په مستقيمه توګه خبري وکړې. د هغه په وينا تر مخه هم دا يو آسانه کار نه ؤ چي د بنديزونو لګولو په ترڅ کي د غړو هيوادونو تر منځ يو مشترک او همږغی استقامت رامنځ ته سي. اټکل کيږي چي د شتاين ماير مقصد اتريش، سلووينيا او سلواکيه هيوادونه دي چي د روسيې پر ضد د بنديزونو پر وړاندي ملحوظات لري خو تر اوسه يې د نورو اروپايي هيوادونو د دريځ سره ږغ يو کړی دی. شتاين ماير وويل چي دی په دې وتوانېد چي د يونان د بهرنيو چارو وزير په دې قانع کړي چي د اروپايي ټولنې دريځ بايد واحد او مشترک وي.

پولنډ او د بالټيک هيوادونه د روسيې پر ضد د لا زياتو او شديدو بنديزونو غوښتنه کوي. خو د پنجشنبې د ورځي تفاهم د هغوی د غوښتونو سره سم نه وو. شتاين ماير وويل چي که روسي پلوه بېلتون غوښتونکي په رشتيا د ماريو پول پر ښار داسې پراخ تعرضي عمليات پیل کړي چي هوډ يې څرګند کړی نو اروپا به مجبوره وي چي نوي بنديزونه ولګوي.