1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني د افغانستان په ټاکنو کي د لا ژوري څېړني غوښتنه کړې ده

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اروپايي ټولني څارونکي ډلي ویلي دي چې د احتمالي درغلیو تر تورونو وروسته لا ژورو څېړونو ته اړتیا شته. د ټاکنو کمېسیون وختي لا ویلي ول چې يو شمېر محلونه به تفتيش سي.

https://p.dw.com/p/1CVHC
انځور: Reuters

د اروپايي ټولني د څارونکو له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسي شواهد موندلي دي چې له مخې یې په ټول افغانستان کې د رايو اچولو د ۱۹۳۰ محلونو رايي بیا شمېرل کيږي. خو د دغي څارونکي ډلي مشر تیجس بیرمن، په دې اند دی چې د پراخو احتمالي درغلیو د مخنیو له پاره باید تر دې هم پراخه او ژوره څېړنه وشي. هغه وړاندیز کړی دی چې د ټاکنو کمېسیون دې د ټول افغانستان په کچه ۶۰۰۰ ټاکنیز مرکزونه وڅېړي.

په بیانیه کې د بیرمن په حواله راغلي دي: «د افغان رايي ورکوونکو د ښې گڼې له پاره او د هیواد د راتلونکي ثبات له پاره یوه با اعتباره پایله اړینه ده. زه هیله لرم چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به وتوانیږي چې د دواړو کانديدانو په توافق یوه لا ژوره څېړنه پيل کړي.» په بیانیه کې ټینگار شوی دی چې دغه ډول یوه څېړنه له تخنیکي لحاظه هم ممکنه ده.

په افغانستان کې ټاکنیز جنجالونه هغه وخت تاوده شول چې ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدلله له ټاکنیزو کمېسیونونو سره خپلي اړیکي وشلولې او گواښ یې وکړ چې که د هغه په خبره پاکي او ناپاکي رايي سره بېلي نه شي نو د ټاکنو پایلې به نه ومني.

د عبدالله انتخاباتي ټيم تر دې مخکې پر ټاکنیزو کمېسیونونو او حکومت باندي تور لگولی وو چې د یوه کانديد په گټه یې پراخي درغلۍ کړي دي. دغه ټيم په دې ترڅ کې یو شمیر تلیفوني ثبت شوي مکالمې چې ادعا کیږي د ټاکنو کمېسیون د درالانشأ د پڅواني رئيس ضیاالحق امرخیل دي، د رسنيو په اختيا رکې ورکړې.

تر دې مرحلې وروسته د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټيم او ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ واټن پر ډیریدو شو او خبره ان دې ته ورسیده چې د دغه کانديد ټاکنیزي ډلي اعلان وکړ چې کمېسیونونه خپلواک نه دي او پریکړي یې د دوی له پاره «مشروعیت او قانونیت» نه لري.

په افغانستان کې د ټاکنیزو جنجالونو له تودیدو سره نړیواله ټولنه، ملگري ملتونه او افغان حکومت لاس په کار شول، څو د کمېسیونونو او کانديدانو تر منځ له منځه تللی اعتماد بيرته رامنځ ته کړي. په دې ترتیب سره د ولسمشر حامد کرزي مرستیالانو، د امریکا متحده ایالاتو استازو، د افغانستان له پاره د آلمان ځانگړي استازي او د یوناما مشر له دواړو کانديدانو او ټاکنیزو کمېسیونونو سره ولیدل، څو د افغانستان ټاکنیز کړکېچ پای ته ورسیږي.

د اروپايي ټولني د څارونکو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د افغانستان د څانگي مشر تیجس بیرمن، هم په دې ترڅ کې له ولسمشر کرزي، د ټاکنيزو کمېسیونو له چارواکو او دواړو کانديدانو سره لیدلي دي.

د مهالوېش له مخي د ټاکنو خپلواک کمېسیون بايد د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو لومړنۍ پایلې د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي وای، خو دا کار نه وشو او د راتلونکي دوشنبې تر ورځي پوري وځنډول شو. د اروپايي ټولني څارونکو د دغې پریکړي هرکلی کړی دی خو ټینگار یې کړی دی چې د احتمالي ټاکنیزو درغلیو د موندلو له پاره باید د رايو ورکولو لا ډير مرکزونه وڅېړل شي.

اروپايي څارونکي به د افغانستان د ټاکنیز بهیر تر پای ته رسیدو پوري په دغه هیواد کې پاته شي او په پای کې به یو وروستي رپوټ هم خپور کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل