اروپايي ټولنه کي د پناغوښتني شرايط بايد يو سي
۱۳۹۲ خرداد ۲۲, چهارشنبهد اروپايي ټولني د کورنيو چارو وزيرانو ۱۴ کاله او وروسته بيا د دغي ټولني پارلمان د پنا غوښتونکو پر حقوقو باندي خبري او معامله سره وکړه. اوس د پناغوښتونکو په اړه د يوه سلسله نوو مقرراتو طرحه جوړه سوې ده، چي پراساس به یې په اروپايي ټولنه کي د پناغوښتونکو د قبليدو د جريان مراحل يو ډول او چټګ کړي.
د نوي مسودې پر اساس به په راتونکي کي د پنا غوښتونکو يوغوښتنليک ۶ مياشتي په بر کي ونيسي، پداسي حال کي چي پخوا د هغه له پاره ۲۴ مياشتي پکار وې. د اروپايي کميسارۍ د معلوماتو پراساس هر کال له دغي ټولني څخه نزدې۳۳۰۰۰۰ کسان د پنا غوښتنه کوي.
خو يوازي هغه کسان قبليږي چي په خپل هيواد کي له سياسي او يا مذهبي لحاظه تر تعقيب لاندي وي. پسله دې به نورو کسانو، لکه همجنسبازانو ته هم دغه حق ورکول کيږي. خو په اصطلاح اقتصادي پناغوښتونکي یا د اقتصادي دلايلو له کبله اوس هم اساساً د پناغوښتني حق وجود نه لري.
په اروپايي ټولنه کي له کاله د ۷۰۰۰۰ په شاوخوا کي انسانانو ته پنا ورکول کيږي. دا په دې معنی، چي یوازي۲۵ سلنه راغلي کسان قبليږي او نورو ټولو ته د رد جواب ورکول کيږي.
تر اوسه پوري د اروپايي ټولني په هر غړي هيواد کي د پنا د قبليدو چانس او مقرراتو توپير درلود، چي دا به هم په کراره کراه سره يوسي. د اروپا په پارلمان کي د جرمني د سوسيال ډيموکراټانو گوند وکيله بېرگيت سيپل په دې نظر ده چي په نوې مسوده کي شرايط تر پخوا ښه سوي دي او د قبليدو چانس هم ډير سوی دی:
«په مشخص ډول د کور پيداکول او په خاص ډول د کم سنه پناغوښتونکو د اوسیدو له پاره واضح مقررات موجود دي. په هغه کي د هغو پناغوښتنونکو له پاره هم مقررات وجود لري، چي يوې حقوقي ملاتړ ته ضرورت لري. دوی ته بايد د دوی موجوده حالت، په هغه ژبه بيان سي چي دوی ورباندي پوهيږي.»
د اروپايي ټولني د داخلي مسايلو د کميشنرۍ وياند مايکل کرکون وايي: «هر څوک چي اروپايي ټولني ته راځي، بې تفاوته ده چي له کومه ځايه راځي، د دې حق لري چي د پنا غوښتنه ورکړي او د انساني کرامت پراساس ورسره چلند وسي.»
د نوو مقرراتو پراساس بايد د اروپايي ټولني هر غړی هيواد د پناغوښتونکو د اوسيدو له پاره په نظر کي نيول سوی حد اقل سټانډرد رامنځته کړي.
تر اوسه پوري په ډيرو هيوادو کي راغلي پناغوښتونکي او مهاجرين بنديان کيږي او يا په ځانگړو کمپونو کي اچول کيږي، چي دا کار به د نوو مقرراتو پر اساس په راتلونکې کي هم دوام پيدا کړي.