1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له ايرانه د افغان مهاجرو ورتگ انېښمنه کړې

۱۳۹۴ اسفند ۲۱, جمعه

اروپايي ټولني له ايران څخه اروپا ته د مخ پر زياتېدونکو افغان مهاجرو د راتگ په اړه اندېښنه ښوولې ده. د يادو مهاجرو شمېر ښايي لا ډېر سي.

https://p.dw.com/p/1IBdr
Flüchtlinge Ungarn
انځور: Reuters/M. Djurica

اروپايي ټولني په ايران کي له کلونو راهيسي مېشتو افغانانو اروپا ته د راتگ په اړه اندېښنه ښوولې ده. د دغي ټولني ديپلوماتو په بروکسل کي ويلي دي چي «په ايران کي د اوسېدونکو درو ميليونو افغانانو په لسونو زرو يې تر مخه لا د اروپا پر لور حرکت کړی دی.»

د اروپايي ټولني د دپلوماتانو په وينا په ايران کي اوسېدونکي اکثره افغان مهاجر خپل اقتصادي راتلونکي ته زیات خوشبينه نه دي.

دغو دپلوماتانو زياته کړې چي د دې تر څنګ د دغو مهاجرو تر منځ هغه هيلي هم مخ پر کمېدو دي چي په پلرني هيواد افغانستان کي به يې سوله او آرامي راسي او دوی به بېرته افغانستان ته ستانه سي.

د فرونتکس (اروپايي ټولني د بهرنيو سرحدونو د ساتني اداره) په وينا، يونان ته د رسېدونکو مهاجرو دويمه لويه ډله د افغانانو ده. د دغې ادارې په وينا د روان مېلادي کال په جنورۍ مياشت کي ۱۶ زره افغانان یونان ته رسېدلي دي چي دا د ټولو رسېدلو مهاجرو ۲۳ سلنه برخه ده.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په وينا، يونان ته رسېدونکي يو پر درېمه برخه هغه افغانان دي چي زيات وخت يې په ايران کي تېر کړی دی. د دغه سازمان په وينا په هغوی کي زيات داسي افغانان هم شامل دي چي حتی په ايران کي د هجرت پرمهال زېږېدلي دي.

اروپايي ټولنه غواړي چي له تهران سره د افغان پناه غوښتونکو د وضعيت په اړه خبري اتري وکړي. په پلان کي ده چي د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي به له ايران سره په دې اړه د خبرو اترو يو چوکاټ هم جوړ سي.

يوه دپلومات ويلي دي چي په غونډه کي به پر دې باندي هم خبري وسي چي آیا په ايران کي د اوسېدونکو افغان پناه غوښتونکو وضعيت ښه کېدلای سي که څنګه؟

د دغه دپلومات په وينا دا په داسي حال کي ده چي په ايران کي اوسېدونکي افغان مهاجر زياتره وخت په اقتصادي توګه ډېر لوېدلي وي او يوازي ورته د کثافاتو پاکولو او نورو شاقه کارونه رسپارل کيږي.

اټکل کيږي چي تهران به په دې تړاو له اروپايي اتحاديې څخه مالي مرستي وغواړي. د اروپايي ټولني د يو دپلومات په وينا «تهران داسي احساس کوي چي د افغان مهاجرو په لانجه کي يوازي پرېښودل سوی دی.» دا په داسي حال کي ده چي پتېيل سوې ده چي د سوريې د مهاجرو تر هودې وتلو له پاره به اروپايي ټولنه له ترکيې سره څو ميليارده يورو مرسته کوي.

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مسؤلي فېدريکا موغېريني، د فرورۍ مياشتي په پېل کي لا ويلي ول چي د افغان پناه غوښتونکو په تړاو بايد له تهران سره مرسته وسي.

د هغې په وينا دا ډول مرستي به د اروپايي اتحاديې په ګټه هم وي. دغه سياستواله په پام کي لري چي په اپريل مياشت ايران ته سفر وکړي.