1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د پلاستيکي کڅوړو استعمال محدودوي

آژانسونه / محمد نسيم صابر۱۳۹۴ شهریور ۸, یکشنبه

اروپايي ټولنه غواړي د پلاستيکي کڅوړو استعمال محدود کړي. ولي چی دغه کڅوړي و چاپيريال ته سخت زيان اړوي.

https://p.dw.com/p/1GO4M
انځور: Getty Images

پلاستيکي کڅوړي د ورځني استعمال داسې يو توکی دی چي ناوړه اغيزي لري، ځکه چې هغه سمندرونه ککړوي او ژوي هم له سخت گواښ سره مخامخوي. ځکه چي دغه مواد ډېر وخت دوام کوي. باد او اوبه ورڅخه وړې ټوټې بېلوي چي د کبانو او مرغانو څخه په خطا کي خوړل کيږي او په دې ترتيب د منځه ځي.

ځکه اروپايي ټولني د يو ځلي استعمال کڅوړو په وړاندې مبارزه په لاره اچولې ده. د ۲۰۱۹ کال تر پايه پوري د نفر په سر بايد يوازې حد اکثر ۹۰ پلاستيکي خلطې په کال کي وکارولې سي. تر ۲۰۲۵ م کاله پورې بيا دغه شمېر حد اکثر ۴۰ خلطو ته راټيټيږي. د کڅوړو پر وړيا وېش باندې هم بنديز لگول کيږي. آلمان د ۲۰۱۰ کال د يوې احصايې له مخې په اوسط ډول د ۷۱ پلاستيکي کڅوړو په استعمال سره د اروپايي ټولنې له اوسط ۱۹۸ کڅوړو له شمېر څخه ډېر کم استعمال ښېي، خو دا چي پلاستيکي خلطې د اشتهاراتو او اعلانونو له پاره هم استعماليږي، نو سوداگران له نويو مقرراتو سره مخالفت لري.

ځينې شرکتونه لکه د کالو پلورونکي شرکتونه «کيک» او «سي ايند آي» غواړي چي پلاستيکي کڅوړي بېخي منع کړي. په دې ترتيب يوازي «کيک» هڅه کوي چي ۵۰۰ ټنه «پولي اتيلېن» پلاستيک سپما کړي. نور شرکتونه بيا د کڅوړو په بدل کي له مشتري څخه پيسې غواړي څو د دغې لويې محيطي ستونزې مخه ونيوله سي.

د اروپايي ټولني د کميسيون د مقرراتو له مخې بايد غړي هېوادونه د کثافاتو د کچې د کمولو په موخه ځان ته ملي هدفونه وټاکي. چاپېريال ساتونکو په دوبي کي د پلاستيکي کڅوړو څخه يوه په اصطلاح «پاکه» ورځ په لاره اچولې وه. د آلمان د چاپېريال ساتنې اداره او زرغون گوند د يوې پلاستيکي خلطې په سر د ۲۲ سېنټو د يوې بيې ټاکل غواړي. دغه خبره د زرغون گوند يوه وياند، پېتر ماي والد، وکړه. په آيرلنډ کي د ساري په توگه د يوې پلاستيکي کڅوړې په سر د ۲۲ سېنټو ماليه وضع شوې ده چي له کبله يې د پلاستيکي خلطو استعمال ۹۰ سلنه کم سوی دی.