1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د مالي په اړه بېړنۍ غونډه کوي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبه

د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران، په بروکسل کې د مالي په اړه یوې بېړنۍ غونډي ته چمتوالی نېسي. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال فرانسوي ځواکونه په مالي کې د ياغيانو پرضد په جگړه بوخت دي.

https://p.dw.com/p/17Lnd
انځور: ISSOUF SANOGO/AFP/Getty Images

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د ادارې مشري مېرمن کترین اشتون، مالي ته د لوژیستیکي او بشري مرستو د رسولو له پاره په روانه اوونۍ کې یوه بېړنۍ غونډه پلان کړه.

اشتون چې تر دې غونډې یوه ورځ مخکې يې په بروکسل کې خبري کولې وویل چې که په مالي کي د افراطيت مخه و نه نیول شي، نو نه یوازې جنوبي افریقا بلکې اروپا به هم د هغه له عواقبو سره لاس او ګریوان شي.

هغې وویل: «هلته له بشري حقونو څخه سخته سرغړونه شوې ده. تاریخي او فرهنګي سیمې ویجاړې شوې دي. سیاسي او مذهبي آزادۍ ګواښل شوي دي او [د مالي] ګاونډیو هیوادونو ته ګواښونه پېښ شوي دي.»

یرغمل نیول

د چهارشبنې په ورځ د مالي په شمالي برخه کې میشتو وسله والو تروريستانو د الجزایز په جنوب ختځ کي د طبيعي گازو د يوې کمپنۍ ۴۱ تنه بهرنیان یرغمل ونیول. میرمن اشتون دي پېښي ته په اشاره سره ټینګار وکړ چې د مالي کړکېچ پر اروپايي ټولنه باندي هم خپله اغیزه لرلې ده.

هغې زیاته کړه: «[رادیکالو ډلو] ډیری کسان برمته کړي دي. د دغو کسانو په ډله کې داسي وګړي هم شامل دي چې د اروپايي ټولني له غړو هیوادونو څخه دې سیمې ته ورغلي دي. له همدې کبله موږ نه شو کولای چې د دې وضعیت پر وړاندي بې تفاوته پاته شو.»

د یاغیانو له خوا په برمته شویو کسانو کې ناروږي، جاپاني، انګلیسي، فرانسوي جاپاني او امریکايي وګړي شامل دي. د الجزایر د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې وسله والو کسانو یو تن برتانوی او يو الجزایری د برید پر مهال وژلي دي.

اروپايي ټولنه له مالي څخه ملاتړ خپل مسئولیت بولي

د اروپايي ټولني غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د نورو تر څنګ د مالي د پوځ د روزلو او دې هیواد ته د لوژیستیکي او بشري مرستو پر رسولو باندې خبري اتري وکړي.

آلمان د چهار شنبې په ورځ مالي ته دوې پوځي کارګو الوتکې واستولې چې دې هیواد ته د جنوبي افریقا د ځواکونو په رسولو کې مرسته وکړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر همداراز اعلان وکړ، چې هيواد به ئې د بشري مرستو په برخه کې له مالي سره د یو میلیون یورو په ارزښت مرسته وکړي. د جنوبي افریقا اتحادیې پریکړه کړې ده چې په راتلونکو وروځو کې مالي ته ۳۳۰۰ سرتیري ولېږي.

فرانسوي ځواکونه په جګړې کې ونډه اخلي

د چهارشنبې په ورځ د جنوبي افریقا د اتحادیې غړو هیوادونو پر دې خبره باندي موافقه وکړه چې مالي ته سرتیري واستوي. په دې ترڅ کې به د چاد هیواد ۲۰۰۰ او نايجیریا ۹۰۰ سرتیري مالي ته ولیږي.

اوس د جنوبي افریقا غړي هیوادونه مالي ته د ورترګ له پاره چمتووالي نیسي. خو فرانسوي ځواکونه لا وختي په دې هیواد کې میشت شوي دي. هغوی د دیبالي او کونا ښارونو په لور خپل پرمختګ ته دوام ورکوي. ویل کیږي چې هغوی په دې بهیر کې څو وارې له یاغیانو سره جګړه کړې ده.

د ۲۰۱۲ کال په لومړیو میاشتو کې افراطیانو د مالي شمالي برخې تر خپل کنترول لاندې راوستي. اوس د دغه هیواد حکومت غواړي چې د نړیوالې ټولنې په مرسته دغه سیمې بیرته تر خپل کنترول لاندي راولي.