1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د غزې په بيا رغاونه کي مرسته کوي

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکری۱۳۹۳ مرداد ۱۶, پنجشنبه

د فلسطيني مرستندويانو په وينا په غزه کي د اسرائيلو د يرغل پرمهال تر ۱۰ زرو زياتي ودانۍ بالکل له منځه تللي او په زرونو نوري زيانمني سوي دي. په غزه کي د برېښنا د توليد يوازنۍ دستګاه هم سوځېدلې ده.

https://p.dw.com/p/1Cqrl
انځور: picture-alliance/dpa

اروپايي اتحاديه وايي چي په غزه کي د جنګ د پای ته رسېدلو په صورت کي ولسي خلکو ته د مرستو رسولو او د غزې تراډي په بيا رغونه کي مرستو ته چمتو ده. د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د وزيرانو په تيره غونډه کي چي د جولای مياشتي پر ۲۲مه نېتّ جوړه سوې وه، د يادې اتحاديې د بهرنيو چارو مسئولي کاترين اشتون ويلي ول چي په غزه کي بشري وضيعت ورځ تر بلي مخ پر خرابېدو دی. اشټون ويلي ول:

«موږ په غزه کي د ورځ تر بلې خرابېدونکي بشري وضيعت له کبله سخت اندېښمن يو او له دواړو اړخونو څخه مو غوښتنه کړې ده چي خپل مسئوليتونه پر ځای کړي چي خلکو ته د اړينو مرستو رسول او پر هغوی ويشل ممکن سي.»

د غزې رواني لانجې يو وار بيا څرګنده کړه چي په دغه تراډه کي چي تر ۱،۸ ميليونو زيات انسانان ژوند کوي، وضعيت د منلو نه دی. کاترين اشتون د اروپايي اتحاديې د ۲۸ غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په استازيتوب ويلي دي چي له غزې سره به مرستي وسي:

«هر وخت چي وضعه اجازه ورکړي، موږ داسو مرستو ته تيار يو چي هم پکښي بشري مرستو هم اقتصادي اړتياؤ او هم د اسرائيل او فلسطينيانو د امنيت ضرورتونو ته پکښي پام سوی وي.»

د اروپايي اتحاديې غبرګون په غزې تراډه کي د تيرو دوو جنګونو د وخت غبرګونونو ته ورته دی. دغه جنګونه د ۲۰۰۹م مېلادي کال د جنورۍ او د ۲۰۱۲م مېلادي کال په نوامبر کي رامنځ ته سوي ول. هغه وخت اسرائيلي پوځ په دې دليل چي غواړي په غزه کي د حماس له خوا پر اسرائيلو باندي د راکټونو مخه ونيسي، پر غزې بمبارۍ پېل کړي وې.

اروپايي اتحاديې هغه وخت حماس ته د يوې ترهګري ډلي په توګه کتل چي په دغه دريځ کي يې تر اوسه بدلون راغلی نه دی. دا چي اروپايي اتحاديه له ترهګرو ډلو سره په مستقيمه توګه خبري اتري نه کوي، نو له غزې سره يې مرستي آسانه نه دي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو د کميسارۍ وياند زباستيان برابانت له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي که د اُردن سيند د لوېديځي غاړي فلسطيني چارواکي په غزه کي پر قدرت وای، نو به د اروپايي اتحاديې له پاره مرستي ډېري آسانه وای.

د نوموړي په وينا که غزه هم د فلسطين د خپلواکمني ادارې د مشر محمود عباس تر ادارې لاندي وای، نو به د اروپايي ټولني له پاره د خپلو مرستو څارونه او کنټرول هم ډېر آسانه وای. خو اروپايي اتحاديې اوس له ډيرو غېرو مستقيمو او لانجمنو لارو په غزې تراډه کي د دولتي کارکونکو په تنخواوو کي او د ملکي خلکو د بنسټيزو اړتياوو په پوره کولو کي مرستي کوي.

د بېلګي په توګه اروپايي اتحاديه له فلسطينيانو سره د ملګرو متلونو د ځانګړي صندوق سره مرستي کوي. دغه صندوق په غزه کي ښوونځي او روغتونونه چلوي او و اړينو انسانانو ته خوراکي مرستي رسوي.

اروپايي کميسارۍ د اُردن د لوېديځي غاړي او له غزې سره هر کال په ټوليزه توګه د ۴۵۰ ميليونو یورو مرستي کوي. د دې تر څنګ تقريباً هم دومره مقدار مرستي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو له خوا له غزې سره کيږي. د اروپايي اتحاديې تر څنګ د امريکا متحده ايالات له فلسطينيانو سره يوازنی لوی مرسته کوونکی دی.

له يو څه وخت راهيسي د اروپا په پارلمان کي له فلسطينيانو سره د يادي اتحاديې مرستي تر تنقيد لاندي راغلي دي. هغه په دې وجه چي د تنقيد کوونکو په وينا دغه مرستي بې له کومو سياسي شرايطو له فلسطينيانو سره کيږي.

د غزې په روانه لانجه کي هم د دوامداره حل په باره کي د اروپايي اتحاديې پخوانی دريځ پر ځای پاته دی. دغه اتحاديه د دوو دولتونو د قيام په حق کي ده، چي يو د فلسطينيانو او بل د يهوديانو وي او څنګ پر څنګ په سوله کي واوسيږي.