1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د سوریې په اړه په یوه غږ نه ده

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters, dpa)۱۳۹۱ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران لا تراوسه پورې په دې اړه یوې موافقې ته نه دي رسیدلي چې څرنګه د سوریې د ملکي وګړو ساتنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې د تاوتریخوالي کچه د لوړیدو په حال کې ده.

https://p.dw.com/p/17vKF
A Free Syrian Army fighter points his weapon as others take position in the Al-Khalidiya neighbourhood of Homs March 6, 2013. Picture taken March 6, 2013. REUTERS/Muhammad Ibrahim/Shaam News Network/Handout (SYRIA - Tags: POLITICS CIVIL UNREST MILITARY) ATTENTION EDITORS - THIS PICTURE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. REUTERS IS UNABLE TO INDEPENDENTLY VERIFY THE AUTHENTICITY, CONTENT, LOCATION OR DATE OF THIS IMAGE. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS
Syrien Homs Kämpfe 06.03.2013انځور: Reuters

د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د سوریې په اړه یوه غونډه پای ته ورسوله. په دغه غونډه کې هم هغوی د یوې داسې مشترکې حل لارې په موندلو موفق نه شول چې وشي کولای د سوریې په دوه کلنې جګړې کې د راګیر شویو کسانو سره مرسته وکړي.

که څه هم متحده ایالاتو د سوریې رژیم او د هغه مخالفینو ته د وسلو پر استولو باندي بندیز لګولی دی خو بیا یې د «نه وژونکو» توکو پر سر خپل تحریمونه یو څه راکم کړي دي.

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي لخضر براهیمي، چې د دوشنبې د ورځې د غونډې مشري یې کوله د سوریې شخړې ته د یوې سوله ییزه حل لارې پر موندلو باندې ټینګار وکړ.

د سوریې د گډوالو په شمیر کې درامتیک لوړوالی

براهیمې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د جگړې له لارې د سوریې د شخړې حلیدل ناممکن کار دی. هغه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ته په خطاب وویل: «دا د نړۍ یو له ډیر خطرناکو کړکیچونو څخه دی. لکه څرنگه چې ما پخوا وویل، د سوریې د شخړه یا کیدای شي چې له سوله ییزې لارې حل شي او یا دا چې د دې هیواد وضعیت به د سومالیا په څیر وي او کیدای شي چې ان له هغه بدتر شي.»

اروپايي ټولنې تر اوسه پورې په ډیر احتیاط سره د سوریې په شخړه کې مداخله کړې ده. خو اوس چې د دغې شخړې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر۷۰۰۰۰ ته رسیدلی دی، د دې ټولنې یو شمیر مشران غواړي په دې شخړه کې مداخله وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه وویل: «د سوریې په شخړه کې د بشارالاسد د رژیم او د هغه د مخالفینو تر منځ عدم توازن موجود دی. د اسد رژیم له چین او روسیې څخه وسلې تر لاسه کوي خو د هغه مخالفین دغه شان وسلې په اختیار کې نه لري. موږ دغه شان یو غیرې متوازن وضعیت نه شو منلای چې په پایله کې یې نفوس وژنه رامنځ ته کیږي.»

په همدې حال کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، وویل چې اروپايي ټولنه باید د هغو سیمو د بیا رغونې له پاره په اقداماتو لاس پورې کړي چې اوس د پاڅونکوونکو تر کنترول لاندې دي. خو هغه ټینگار وکړ چې د وسلو ورکول د حل لار نه ده.

هغه وویل: «زه فکر نه کوم چې د سوریه شخړه به په هغه صورت کې چې موږ په وسلو ورکولو لاس پورې کړو، پای ته ورسیږي.»

د دوشنبې په ورځ همداراز د القاعدي ترهگرې ډلې تیره اوونۍ په عراق کې د ۵۰ سوریايي دولتي ځواکونو د وژنې پړه پر غاړه واخیسته. دا ښيي چې د سوریې شخړه څومره عمیقه شوې ده. له بلې خوا د سوریې د گډوالو او بیځایه شویو شمیر هم له درو میلیونو څخه اوښتی دی.

د هرې ورځې په تیریدو سره د بشار الاسد پر رژیم باندې له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه ډیریږي او پیاوړي کیږي. دا یوازې د اسد رژیم نه دی چې ورباندې د تیریو تورونه لگول کیږي، د هغه مخالفین هم په ځینو مواردو کې گرم بلل شوي دي.