1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د افغانستان سره پر دوامداره مرستو ټنگار کوي

۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي يو وار بيا پر دې ټنگار کړی، چي د ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/12zF2
اروپايي ټولنه د افغان پوليسو په روزنه کي ستره ونډه لري
اروپايي ټولنه د افغان پوليسو په روزنه کي ستره ونډه لريانځور: AP

نړيواله ټولنه غواړي چي اوس په افغانستان کي خپل پوځي حضور راکم کړي. د پلان له مخه به ناټو د ۲۰۱۴کال تر پای پوري د افغانستان امنيتي چاري افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

داسي انديښنې سته، چي کيدای سي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، لکه د ۱۹۸۹کلونو په څير کله چي روسان له افغانستان څخه ووتل بيا هم په دغه هيواد کي کورنۍ جگړه رامنځ ته سي. دغو جګړو بيا طالبانو ته لاره هواره کړه چي هغوی دي د قدرت واګي په لاس کي واخلي.

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي، ويګودوس اساکس، ويلي چي د ۲۰۱۴م کال وروسته به هم اروپايي ټولنه په افغانستان کي خپل حضور وساتي.

« دا ډيره مهمه ده چي افغانان او سيمي په دې باوري سي، چي اروپايي ټولنه به د نړيوالي ټولني تر څنګ د ۲۰۱۴م کال وروسته هم په افغانستان کي د سياسي پرمختګ او د روزونو په ترڅ کي خپل حضور وساتي.»

هغه زياته کړې، چي دا خبره هم خورا مهمه ده چي اروپايانو ته قناعت ورکړل سي چي د ۱۹۸۹په شان يو ځل بيا يوه تيروتنه د زغلمو نه ده چي افغانستان يوازي پريښوول سي.

اساکس دا خبري په داسي حال کي کوي، چي د نومبر پر دوهمه نيټه په استامبول او د ډسمبر پر پنځمه نېټه د آلمان په بن ښار کي د افغانستان د راتلونکي په اړه غونډي کيدونکي دي.

ځيني هيوادونو خو تردې د مخه د افغانستان څخه د خپلو پوځونو د را ويستلو مهال ويش اعلان کړی، خو د امريکا متحده ايالاتو چي د آيساف قومانده يې هم پر غاړه ده لا دا نه ده روښانه کړې چي د افغانستان څخه به خپل ټول سرتيري کله را وباسي.

درې اونۍ وړاندي د ناټو عمومي منشي، اندرس فوګ راسموسن ويلي ول، چي د امنيتي مسؤليت سپارل د ايتلافي ځواکونو د راوتو په معني نه دي. د هغي په وينا « انتقال، کوچيدل نه دي.»

اساکس هيله څرګنده کړې، چي د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني د پوليسي ماموريت او اروپايي ټولنه به د افغانانو سره د امنيت او ثبات د ټينګښت له پاره د ۲۰۱۴ کال تر پايه وروسته هم خپلي مرستي وغځوي.

هغه ويلي چي په تيرو شپږو مياشتو کي د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني د پوليسي ماموريت ۱۷۰۰تنه پوليس ۳۰۰تنه د پوليسو روزنکي ۲۰۰څارنوالان ۳۰مدافع وکيلان او ۲۰تنه قاضيان روزلي دي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل