1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه او رد سوي پناه غوښتونکي

۱۳۹۴ آبان ۱۵, جمعه

د اسيا او اروپا په غونډه کي هم د مهاجرو کړکیچ موضوع شامله وه. افغانان، پاکستانیان او بنگله دیشان باید ژر خپلو هيوادونو ته ولیږل سي، ځکه د اکثرو پناه ئې په اروپا کي نه منل کیږي.

https://p.dw.com/p/1H0yB
Serbien Grenze Mazedonien Flüchtlinge Pakistan
انځور: Getty Images/M.Cardy

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

په لوکسامبورگ کي د ASEM یا اسیا او اروپا په کنفرانس کي بیا هم سمدلاسه د مهاجرو پر بحران باندي خبري وسوې. د اروپايي ټولني دباندنیو چارو مسئولې فیدریکا موگریني اعلان وکړ چي «له پاکستاني لوري مثبت زیگنالونه موجود دي». د هغې په خبره د اسلام آباد حکومت د خپلي همکاری ډاډ ورکړ چي واقعأ به ژر هغه پاکستانیان چي رد سوي وي، بیرته مني.

د اسيا او اروپا په کنفرانس کي چي ۵۱ هيوادونه شامل دي د غونډي يوه موضوع يې د رد سوو مهاجرو وه، په داسي حال کي چي د اروپايي ټولني په ټولو غونډو او جلسوکي دغه موضوع شامله ده.

په همدې حال کي د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر هم د پاکستان حکومت له امنیتي سلاکار سرتاج عزیز سره هم د نورو تر څنگ د پناه غوښتونکو پر موضوع خبري وکړې.

اروپايي ټولنه غواړي سیاسي زیگنال ورسوي

په اروپايي ټولنه کي په اوس وخت کي پاکستاني مهاجر په اوم ځای کي قرار لري. تر دوبي پوري لا د دغه هیواد۹۰۰۰ انسانان ثبت سوي ول. که څه هم ه هغه ډیرنه دي، خو خبره پر زیگنال رسولو باندي ده. ځکه چي پروسږکال له دغه هیواد څخه راغلي مهاجر دوه برابره سوي دي.

دلته خبره پر سیاسي زیگنال رسولو باندي ده: داسي اندېښنه موجوده ده، چي له مرکزي اسیا، یعني پاکستان، بنگله دیش او افغانستان څخه به د مهاجرو د راتگ څپې نوري هم لوړي سي، په هغه صورت کي که ورته رد سوي مهاجرين ونه لیږل سي. تر سوریې وروسته افغانستان اوس په دوهمه درجه کي دلته ډیر کډوال لري.

اروپايي ټولنه غواړي دا واضح کړي چي هغه پناه غوښتونکي چي رد سوي وي بیرته لیږي، تر څو نور په وبیروي او د راتگ جرأت ونه کړي. خو دا خبره بیا په عمل کي مشکله وي.

له بنگله دیش او افغانستان سره د بیرته لیږلو هیڅ تړون وجود نه لري. قانوني اساسات نسته او باید اول پر هغه باندي کار وسي. د افغانستان وضعیت هم مشکل دی. دا هم ویل کیږي چي د هیواد د نامنو سیمو کډوالو ته «ساتونکې ساحه» جوړه سي.

خو خبره داده چي هغه به څوک جوړوي او ساتي. ځکه نو په دې خبره کي ډیر پرمختگ نه لیدل کيږي.

له پاکستان سره بیا داسي ښکاري چي خبره ساده وي: ځکه له۲۰۱۰ م کال راهیسي له اروپايي ټولني سره د رد سوو مهاجرو د بیرته ور لیږلو یو تړون موجود دی. خو تر اوسه پوري د هغه عملي کول سخت کار وو.

په اروپايي ټولنه کي د پاکستانیانو د منلو فیصدي له۲۰ څخه تر ۲۵ فیصدو پوري ده. په دې ډول نو اصلأ باید په زرونو پاکستانیان خپل هیواد ته ولیږل سي. خو سربیره پردې تر اوسه پوري ډیر لږ کسان استول سوي دي.

پاکستان د گډي همکارۍ نیت ښوولی

د پاکستان د حکومت امنیتي سلا کار سرتاج عزیز ویلي دي، په پخوانیو وختو کي د پاکستاني کډوالو شمیر ډېر نه وو او په تیرو څو میاشتو کي د پاکستان حکومت په دې پيل کړی دی چي دغه پروسه چټکه کړي.

تر اوسه پوري داسي وه چي اسنادو به ډیر وخت غوښت، ځکه چي د هر شخص اسناد به د پُستې له لاري لیږل کیدل، خو اوس هغه د انټرنیت له لاري کیږي.

عزیز له دويچه ويله سره په مرکه کي وویل: «په هغه صورت کي چي د هغوی هويت معلوم سي، موږ يې منل نه ځنډوو.» عزیز ژمنه وکړه، چي سره له اوسه به دغه پروسه چټکه او مؤثره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب