1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه او د پناغوښتونکو موضوع

۱۳۸۷ تیر ۱۸, سه‌شنبه

په ژنيو کي د ملګرو ملتو عالي کميسارۍ UNHCR د فرانسې څخه چي اوس داروپايي ټولني مشري په غاړه لري ، په احتياط سره وغوښتل ، چي د پناه غوښتونکو او مهاجرينو ساتنه هيره نه کي

https://p.dw.com/p/EYlP
د فرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي
د فرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزيانځور: AP

UNHCR اندېښنه لري، چي د فرانسې محافظه کار جمهوررييس نيکولا سرکوزي به په دغه برخه کي نسبتاً سخته تګلاره تعين کي . د اروپايي ټولني دمشرتابه د اخيستلو پر وخت نيکولا سرکوزي په يوه ټلویزیوني مرکه کي پدې باب خپله تګلاره بيان کړه او ويي ويل: « دا د فرانسې لخوا د اروپايي ټولني دمشرتابه يو بل هدف دی ،چي د مهاجرينو د سیاست په باب یو ګډ سیاست رامنځته کي . »

نيکولا سرکوزي وویل چي موږ باید یو واري د مهاجرينو تعداد ته هم نظر واچوو. « 450 ملیونه ځوان افريقایان موجود دي ، چي تر 17 کلنۍ کم دي . او دا پداسي حال کښي چي افریقا د اروپا څڅه فقط 13 کیلومتره ليري ده .»

اروپا ته د راتلو په انتظار
اروپا ته د راتلو په انتظارانځور: AP

د اروپايي ټولني د کمیسارۍ د ارقامو پر اساس په اروپايي ټولنه کي هر کال فقط 220000 انسانان د پناه غوښتنه ورکوي ، او یو نیم تر دووملیونو پوري انسانان اروپايي ټولني ته په قانوني ډول سره راځي . او ګمان کيږي چي په همدې اندازه په اروپايي ټولنه کي په غیر قانوني ډول سره ژوند کوي .

جمهوررييس نيکولا سرکوزي خپل د پناه غوښتونکو د سیاست پواسطه سره غواړي چي، په فرانسه کي د محافظه کارانو په منځ کي نور هم محبوبیت پلاس راوړي ، ده وويل : « فرانسه او یا اروپا نسي کولای چي ددې نړۍ اضافه آواره ګي او دربدري له منځه يوسي ، اوبيا به نو زموږ د فرانسې یا اروپا اجتماعي دولتونه هم خراب سي .»

په Cannes کي د کورنیو چارو د وزیرانو تر غونډي د مخه ، فرانس او هسپانيه تر ډيري شخړي وروسته بلاخره پر یوه ګډ پيشنهاد سره يو سول. فرانسې پر هسپانيې هميشه انتقاد کړی دی ، چي هسپانيه 800000 غیرقانوني مهاجرينو ته چي په هسپانیه کي يې کار پيدا کړی دی ، اسناد ورکړي دي .