1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه:د افغان پوليسو د روزني دپاره حوصله په کار ده

۱۳۸۹ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د افغانستان دپاره د شمالي اتلانيتک ددفاعي تړون ناټو په نوې ستراتيژي کي ستر هدف د افغان امنيتي ځواک روزني ته زياته پاملرنه ده...

https://p.dw.com/p/MuvS
يوه دوره روزل سوي افغاني پوليس
يوه دوره روزل سوي افغاني پوليسانځور: AP

په افغانستان کي دناټو ستر قوماندان امريکايي جنرال سټنلي ميک کريسټل غواړي چي په څو راتلونکو مياشتوکي ددغه هيواد دعسکرو شمېر له سلو زرو څخه 171000 ته ورسيږي.

دعسکرو تر څنګ په کافي اندازه امنيتي ځواکونه يا پوليس هم ددغه هيواد دپاره په کار دي، چي شمېر يې لږ تر لږه بايد 134000 ته ورسول سي.

که دغه هداف تر سره کړاي سي نو د افغانستان حکومت به دا توانمندي پيدا کړي چي په دغه هيواد کي دسولي اوثبات دساتني دنده پخپله غاړه واخلي.

دافغانستان دعسکرو او پوليسو روزنه په چټکۍ سره روانه ده،او په څو راتلونکي مياشتو کي به د روزونکو په شمېر کي هم په کافي اندازه زياتوالي راسي. خو دلته داخبره ديادوني وړ ده چي ددغه روزونکو دنده به آسانه نه وي.

په کابل کي يو افغان پوليس د عملياتو پر مهال
په کابل کي يو افغان پوليس د عملياتو پر مهالانځور: AP

آلماني روزنکي ډګر من ساندرو ويزنر وايي، چي له يوې خوا دهغه کسانو ترمنځ چي هيڅ ډول روزنه يي تر اوسه نده تيره کړې او د هغه کسانو ترمنځ چي يوه دوره روزل سوي دي، زيات توپير ليدل کيږي. خو په منځني ډول سره که وکتل سي د افغانستان پوليس هسي چي ښايي زياته برخه يي د پوليسي روزني څخه بې برخي ده.

نوموړي زياتوي، بايد ددوي د روزني دپاره بنيادي ګامونه واخيستل سي، او دوي ته بايدوښودل سي، چي ددوي دنده د خلکو دپاره خدمت کول دي نه داچي دوي انسانان ووژني او هغوي تر فشار او شکنجې لاندي ونيسي.

بله لويه مساله د بېسوادۍ ده. ډير شمېر وګړي په افغانستان کي په ليک او لست نه پوهيږي. ډيري هغه کسان چي دپوليسو د روزني دپاره نيول سوي، يا دوي هيڅ سبق ندي ويلي او يا ډير لږ سواد لري.

جرمني روزونکي وايي، چي له بلي خوا په افغانستان کي، له بسه چي پوليسانو ناوړه کارونه کړي، د پوليسو دندي ته په ډير سپک نظر کتل کيږي،زياتره پوليس رشوت خواره،او داسي کسان دي، چي وګړي فکر کوي ددوي سترګي د خلکو جېبونو ته دي نه داچي دوي خلکو ته خدمت کوي يا به له هغوي سره مرسته کوي.

افغان پوليس د جرمني روزونکي سره د زده کړي پر مهال
افغان پوليس د جرمني روزونکي سره د زده کړي پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

يو بل آلماني روزونکی چي د اروپايي ټولني په چوکاټ کي يي يوکال په افغانستان کي د پوليسو د روزني په برخه کي خدمت کړی وايي چي: که څه هم په افغانستان کي ډيرکسان غواړي پوليسو ته راسي خو دوی د زدکړي دپاره فکري تمرکز نه لري. د يو يا دوو ساعتونو روزني څخه وروسته بايد دوی تفريح وکړي او بيا دلمانځه وخت يي.

هغه زياتوي لي خوا د روزني دپاره په کافي اندازه وسايل او مواد نه ول او څه چي له آلمانه ددغه هدف دپاره ليږل سوي ول، هغه هم ټول ورکېده. خو ددې ټولو ستونزو سره سره بيا هم د اروپا لپاره د ناټو ستر قوماندان جرمنی جنرال کارل هاينس لاتر په افغانستان کي د عسکرو او پوليسو د روزني له دندي څخه دفاع کوي.

«تر هر څه مهمه خبره داده چي سړی د افغانستان پوليس د اروپا د پوليسو سره بايدپرتله نه کړي. يو عادي افغان پوليس چي په کندوز کي خدمت کوي، هغه که يو ژاندارم ته ورته هم وي بیاهم ښه دی. دوی ښايي مليشاو ته ورته وي او د دوی دنده په سيمه کي د امنیت ساتل دي.»

خو بله خوا د جرمني د هسن د ايالت د سولي او لانجو د څېړونکي انستيتوت کار کونکی کورنيلوز فريزندورف په افغانستان کي د ناټو ستراتيژي ته په انتقادي نظر ګوري.

« لوېديځ هيوادونه غواړي، چي له افغانستان څخه ژر خپل ځواکونه و باسي او دې هدف ته د رسېدو دپاره غواړي چي ژر تر ژر د افغانستان د پوليسو او عسکرو په شمېر کي زياتوالی راسي ولي دوی په دې برخه کي کيفيت ته لکه څنګه چي ښکار ي هغسي پام نه کوي.»

Prössl, Christoph/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل