1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي شورا: پناه غوښتونکي ترهګر نه دي

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

اروپايي شورا وايي چي مهاجر بايد د ترهګرو سره په يوه پله کي وانه چول سوي. د دغې شورا په وينا دا هغه څه دي چي ترهګر يې غواړي.

https://p.dw.com/p/1H74U
انځور: imago/ITAR-TASS

د اروپايي شورا سکرتر توربيورن ياګلانډ (انځور) خبرداری ورکړی دی چي د پاريس د ترهګرو بريدونو وروسته دي پناه غوښتونکي د ترهګرو سره په يوه تله کي نه اچول کيږي. نوموړي ويلي چي څوک چي په دې باور وي چي ترهګر د پناه غوښتونکو په لباس کي ځان تر اروپا رارسوي، نو «په هغه پروپاګنډ تېروتلي دي چي ترهګر يې کوي.» د ياګلانډ په وينا دا هغه څه دي چي ترهګر يې غواړي چي خلک ورباندي باور وکړي.

د اروپايي شورا د سکرتر په وينا ترهګر دې ته اړ نه دي چي په بهرني هيوادونو کي د بريدونو د ترسره کولو له پاره ځان د پناه غوښتونکو سره ګډ کړي. د ناروې هیواد دغه سیاستوال دا څرګندونې د فرانس پرېس خبري آژانس سره په مرکه کي کړي دي.

«اسلام ضد غورځنګونه ښايي پياوړي سي»

ياګلانډ په عيني حال کي دا اندېښنه څرګنده کړې ده چي ښايي په اروپايي هيوادونو کي دا ډول اسلام ضد غورځنګونه لکه د آلمان پېګيدا لا زيات پلويان پيدا کړي. د هغه په وينا له همدې کبله بايد چي د اروپا مسؤل سياستوال بايد په څرګنده توګه د هغو نظرونو او بحثونو څخه ليري کړي چي له مخي يې د پاريس د بريدونو او پناه غوښتني تر منځ د ارتباط رامنځ ته کولو هڅي کيږي. ياګلانډ ويلي چي ورته بريدونه تر مخه هم په اروپا کي تر سره سوي دي.

په پاريس کي د یو ځانمرګي بريد کوونکي سره نژدې داسي سوريايي پاسپورټ موندل سوی ؤ، چي تر مخه د يو پناه غوښتونکي له خوا په يونان کي د ځان ثبتولو له پاره استعمال کړل سوی ؤ.

خو د فرانسوي چارواکو په وينا د دغه سند د اصليت او څرګندوالي په هکله لا تر اوسه پلټني پای ته نه دي رسېدلي. د بېلګراد د ورځپاڼي «بليک» د راپور پر اساس د سربستان پوليسو یو داسي کس نيولی دی چي په عيني نوم او شخصي مشخصاتو پاسپورټ يې د ځان سره درلود.

د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو د اوږدو او سختو بحثونو وروسته پر دې توافق کړی ؤ چي د اېټاليې او يونان څخه به ۱۶۰ زره پناه غوښتونکي د اتحاديې پر نورو غړو هيوادونو ووېشل سي. د اروپايي کميسيون رئيس ږان کلاودې يُنکر د يکشنبې په ورځ د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو ږغ کړی ؤ چي دغه توافق ته دي عملي جامه ورواغوندي.