اروپايي جام: وېلز بلجيم په ۳:۱ ګولونو مات کړ
۱۳۹۵ تیر ۱۲, شنبه
وېلز په ډېرې ښې لوبې سره وکولای شول چې تاريخ جوړ کړي او يوه مخکښه لوبډله له سيالۍ څخه وباسي. وېلز په لومړي ځل د يوې پراخې سيالۍ نيمه پايلوبې ته لار موندلې ده. راتلونکی رقيب به په ليون ښار کې پرتګال وي.
د وېلز کپتان، اشلي ويليمز، په ۳۰مه دقيقه، هېل روبينسن کانو، په ۵۵مه او سېم ووکس په ۸۶ دقيقه کې د ۴۶ زرو نندارچيانو په حضور کې د «پير ماوروی» په لوبغالي کې حيرانونکې لوبه وکړه. خو لومړی ګول بلجيمي، راجا ناينګولان په ۱۳مه دقيقه کې وهلی و چې څه موده يې خپل ټيم مخکې کړی وو.
بلجيم لومړی ډېر ښه ولوبېد
بلجيم له پيله ښه لوبه وکړه چې غوښتل يې خپل برلاستوب تثبيت کړي. په ۱۳مه دقيقه کې هېزرد د خپل ټيم ملګري، ناينګولان ته توپ ورکړ. د منځني ډګر دفاعي لوبغاړي له ۲۰ مترو څخه توپ وار کړ چې د ګول په کيڼ لوړ کونج کې ولګېد. د وېلز ګول ساتونکي توپ له خپلو ګوتو سره لمس کړ، خو د ګول مخه يې نه شوای نيولی. بلجيم ۱:۰ مخکې شو.
ورپسې وېلز وغوړېد
بلجيميانو خپلې يرغليزې مخکښې لوبې ته دوام ورکړ. خو يو دم وېلز تکړه شو. رېمسي، ټيلر ته توپ ورکړ، د يولس مترو څخه توپ سيده د ګول په لور وغورځېد، خو ګول ساتونکي تيبوت کورتوس يې مخه ونيوله. په ۳۱ مه دقيقه کې وېلز لوبه ۱:۱ برابره کړه. د ډګر له کونج څخه رېمسي توپ د ګول په لور وواهه، کپتان ويليمز په خپل سر سره توپ د ګول ښي لوړ کونج ته ورننه کړ.د بلجيميانو د زور سربېره وېلز لا مخکې شو
د لوبې په دوهمه برخه کې هم بلجيميانو ډېر زور وواهه، خو بريالي نه ول. وېلزيانو په ۵۵مه دقيقه کې ګول وکړ. رېمسي د يولس مترو په ساحه کې هېل روبسن کانو ته توپ ورکړ. نوموړي د بلجيم لوبغاړي، مېونير او ماروان فلايني، شا ته پرېښودل او د وېلز دوهم ګول يې وکړ.
برابر حريفان
لوبې د دواړو ټيمونو په بېلابېلو چانسونو سره دوام وموند. د لوبې له پای څخه يوازې پنځه دقيقې مخکې تازه ډګر ته راغلي، ووکس، د لوبې ۳:۱ پايشمېر رامنځ ته کړ چې وېلز په دې ترتيب لوبه وګټله. تر ټولو برلاسي لوبغاړي، ارون رېمسي، وويل: «موږ ډېر زيار وويست. اوس غواړو چې لا مخکې ځای خپل کړو.» خو د دغه خيال عملي اړخ به ښايي رېمسي نورو لوبغاړو ته ورپرېږدي. دی د ژيړ کارت په اخيستلو سره د دفاعي لوبغاړي، بېن دويس تر څنګ، له راتلونکې لوبې څخه محروم دی. خو د وېلز د لوبډلې روزونکی، کولمېن، د خپل ټيم د لرليد په اړه وايي چې: «سړی بايد له خپلو خوبونو څخه وېره ونه لري.»