1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديې ولي فيسبوک ۱۱۰ ميليونه يورو جريمه کړ؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۹, جمعه

اروپايي اتحاديې فيسبوک د نادرستو معلوماتو ورکولو په سبب ۱۱۰ ميليونه يورو جريمه کړ. فيسبوک د «واتس اپ» د رانيولو پرمهال ويلي ول چي نه سي کولای د فيسبوک او واتس اپ د کاروونکو حسابونه سره پيوند کړي.

https://p.dw.com/p/2dDJ7
WhatsApp Facebook
انځور: picture alliance/dpa/P.Pleul

د اروپايي ټولني کمېسيون د پنجشنبې په ورځ فيسبوک ټولنيزه شبکه په دې دليل چي د فيسبوک او واتس اپ د وسل په برخه کي ئې نادرست معلومات ورکړي دي ۱۱۰ ميليونه يورو جريمه کړ.

فيسبوک بيا ويلي دي چي د څېړنو پر مهال ئې له اروپايي اتحاديې سره همکاري کړې ده او د نادرسته معلوماتو وړاندي کول ئې قصدي نه ول. د فيسبوک په اعلاميه کي راغلي دي: «موږ له لومړي سره له اروپايي اتحاديې سره په دې برخه کي همکاري کړې ده او تلاښ مو کړی دئ چي دقيق معلومات وړاندي کړو.»

اروپايي اتحاديې ويلي دي په ۲۰۱۴م کال کي چي فيسبوک د واتس اپ د رانيولو اعلان وکړ، ويلي ول چي کولای نه سي د فيسبوک او واتس اپ د کاروونکو حسابونه سره وتړي.

خو اروپايي اتحاديې په دې اړه د تيرکال په څېړنو کي دا وموندله چي په ۲۰۱۴م کال کي د واتس اپ تر رانيولو وروسته د دې امکان وو چي فيسبوک او واتس اپ سره پيوند سي.

زموږ له ارشيف څخه: