1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارويايي ټولنه نه غواړي له ايرانه نفت رانيسي

۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبه

نړيواله ټولنه له ډير وخت راهيسي د ايران د اټومي پروگرام پر سره له دغه هيواد سره په جنجال کي ده. اروپايي ټولنه غواړي، چي پر ايران باندي د فشار راوړلو په خاطر غړو هيوادونو ته د نفتو پر وارداتو بنديز ولگوي.

https://p.dw.com/p/15Otm
انځور: picture-alliance/dpa

اروپايي ټولنه له يوې خوا غواړي، چي له ايران سره خبري وکړي او له بلي خوا بيا ددغه هيواد د اتومي پروگرام پر سر د راپورته سوي جنجال په خاطر پردغه هيواد باندي بنديزونه ولگوي.

په دې تحريمونو کي سفرونه نه کول، دغه هيواد ته د نوي تخنيکي وسائيلو نه ورکول او د اروپايي ټولني په بندرونو کي د ايراني کښتيو د لنگرونو اچول منع سوي دي.

اروپايي ټولنه غواړي، چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د جولای د مياشتي ۱) په دې دليل چي د اټومي پروگرام پر سر خبرو ته نه حاضريږي پر دغه هيواد باندي د نفتو په برخه کي نوي بنديزونه ولگوي.

اروپايي ټولنه هيله لري، چي دغه بنديزونه به نسبت اروپا ته ايران ډير تاواني کړي، او پردغه هيواد باندي به فشار دومره ډير سي، چي په خپله د خپل اټومي پروگرام پر سره خبرو اترو کي نرمي وښيي او له سره ورباندي فکر وکړي.

د اروپايي ټولني د بهرني سياست استازي کاترين اشتون، په دې اړه وويل:«موږ غواړو چي ايران په دې باندي پوه سي، چي موږ ئې د اټومي پروگرام په اړه نوي اندېښنې لرو.»

د ايران له ۲،۴ ميليونه بشکو تيلو څخه چي د ورځي ئې صادروي يوازي يو پر څلرمه ئې تر اوسه پوري د اروپايي ټولني غړو هيوادونو ته وارديږي. د کارپوهانو له نظره اورپا له دغه مقدار تيلو څخه سرف نظر کولای سي، ځکه چي دغه مقدار تيل د اروپايي ټولني د نفتي وراداتو په سلو کي ۵،۷ برخه جوړ وي.

د بنديزونو د «منفي تاثيراتو» په اړه د ايران خبر داری

ايران چي ويل کیږي، په پټه د اټوم بم جوړولو په حال کي دئ، په وارو واري ئې د بنديزونو د «منفي تاثيراتو» په اړه له غرب سره پر اټومي لانجې د خبرو اترو خبرداری ورکړی دئ.

په اتومي چارو کي د ايران مشر مرکچي سعيد جليلي، د کاترين اشتون په ادرس لېږل سوي لیک کښي ليکي دي، چي«ټولي غير قانونوي او د خبرو اترو د منطقو مخالفي کړني، کولای سي چي پر خبرو اغېزې ولري.»

د ايران حکومت په وروستيو مياشتو کي په دې تلاښ کي دئ، چي اروپا ته د نفتو پر وارداتو باندي لگول سوی بنديز، مهمو اسيايي هيوادونو، لکه چين، هند، جاپان او کوريا ته په صادرولو سره جبران کړي. اوس ايران د نفتو په پلورلو کي د چينايي او هندي پيسو له قبلولو سره غواړي، چي دغه دواړه هيوادونه ورڅخه نفت خريداري کړي.

اوس هند او چين له ايرانه سره په دې خبرو کي دي، چي دغه دواړه هيوادونه به په هغه صورت کي له ايران څخه نفت خريداري کړي، چي دغه هيواد د نفتو په لېږد کي د دوی د کښتيو د خوندي ساتلو تضمين وکړي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض